د گویته انستیتوت په جلاوطنۍ کې پروژه د برلین د Mitte په ناحیه کې، د هنر له خونې ACUD سره تړل شوې ده. ACUD د هنر د کم شمېر خپلواکو خونو څخه یوه خونه ده، چې په آلمان کې له بدلون وروسته، په ختیځ برلین کې تأسیس شوې. د هنر دا خونه د پروگرامونو له پاره پنځه ځایونه لري: تیاتر، سینما، کلوپ، ستدیو او گالري.
لطفاً پاملرنه وکړئ: د پېښو په ځای کې لفت د اوبو د زیان له امله غېرفعال دی. که لفت ته اړ یاست او مرستې ته اړتیا لرئ، لطفاً له موږ سره د ایمېل له لارې اړیکه ونیسئ
im-exil@goethe.de
په عامه ترانسپورتي وسیلو کې راتگ:
میترو (U-Bahn): په U8 کې تر «Rosenthaler Platz» پورې (له هغه وروسته د هنر تر خونې ACUD پورې ۵۵۰ متر په پښو مزل)
ترام: په M8/M12 کې تر «Brunnenstraße /Invalidenstraße» پورې (له هغه وروسته د هنر تر خونې ACUD پورې ۱۲۰ متر په پښو مزل)