کنسرت
الهه سرور او د هغې ډله

Elaha Soroor
© Alex Kozobolis

ACUD Club

الهه سرور او د هغې ډله به د الهې له نوي البوم"د جریبند گل" څخه د بیلابېلو سبکونو ترکیبي سندرې اجرا کړي. د افغاني ولسي سندرو یو ترکیب به چې د راک، جاز، رېگي او دب د موسیقۍ عنصرونه پکې موجود دي، پروگرام د موسیقۍ په یوه سفر بدل کړي چې د مهاجرینو* او کډوالو تجربو ته انعکا س ورکوي. د "جریبند گل" عنوان په ټوله نړۍ کې د دیاسپورا د مقاومت پیاوړتیا ته یوه اشاره ده او دا په گوته کوي چې خلک او موسیقي د سفر او خوځښت له لارې له یوه او بل سره مدغم کېږي، یو او بل پیاوړی او بډای کوي.

ډله:

الهه سرور (سندرغاړې)
جاش مېډلتن (آرگن/اکوردیون)
تیموسی دانیال (برقي گیتار)
ستیفانو انکورو (ډولونه)

Elaha Soroor © Sascha Kajic Elaha Soroor
الهه سرور یوه موزیسنه، سندرغاړې او ډیزاېنره ده چې په لندن کې ژوند کوي. نوموړې په ایران کې په یوه افغان هزاره کورنۍ کې زېږېدلې ده، تر 14 کلنۍ پورې یې په اصفهان کې ژونه کولو او له هغې وروسته یې کابل ته کډه وکړه. الهې مخکې له دې چې په 2008 کال کې د افغان ستوري تلویزیوني خپرونې له لارې شهرت ترلاسه کړي، له موسیقۍ سره خپله تجربه د دعا خوانۍ سندرغاړې په توگه په ایران کې د ښځو د موسیقۍ په یوه ډله کې پېل کړه. 

نوموړې د "سنگسار" په نامه د خپلې اعتراضي سندرې له خپرولو وروسته، چې د سنگسارۍ پر قانون سخت انتقاد دی، له افغانستان څخه وتلو ته اړه شوه. هغې د یوې زړورې هنرمندې په توگه شهرت ترلاسه کړو چې موجود وضعیت تر پوښتنې لاندې راولي. د هغې فداکاري او د برابرۍ په اړه نظر د دې لامل شول چې هغه او د هغې د کورنۍ غړي چې په افغانستان کې پاتې شوي دي، تر نن ورځې پورې گواښل کېږي.

د الهې وروستی البوم "زموږ د مېندو سندرې"، چې په 2020 کال کې یې د غوره البوم له پاره د Songline مجلې جاېزه وگټله، د افغان ښځو د ولسي سندرو یوه ټولگه ده چې د مېندو له خوا لوڼو ته انتقال شوي دي. د عنعنوي او معاصرو غږونو ارگانیک ترکیب د پلارواکی په وړاندې یو زړور اعتراض او د مقاومت او نارینه او ښځینه مساوي حقونو له پاره یو خوشحال بیان دی.

Elaha Soroor & Kefaya - Jama Narenji

جزئیات

ACUD Club

Veteranenstraße 21
10119 Berlin

بیه: تکت وړیا، ځای محدود دی