مشارکتي دیوالي انځور
Re-set: Art in Exile
![Mural ArtLords Mural der ArtLords](/resources/files/jpg1253/ksn_1004-1_2300x1000-formatkey-jpg-w320m.jpg)
له ArtLords سره د واټونو ژوندۍ هنر
ArtLords به یو دېوالي انځور رامنځته کړي چې په جلاوطنۍ کې هنرمندانو، ماشومانو او لارویانو ته پر هغه د کار بلنه ورکوي. د دې دیوالي انځور موضوع د ښځو او نجونو غمجن حالت دی چې په افغانستان کې نور په عامه ژوند کې نه منل کېږي. دا د افغان ښځو او نجونو د زنداني کېدو او د هغوی د ارمانونو په اړه کیسه کوي.
ArtLords
د ArtLords هنري کولکتیف چې په 2014 کال کې تأسیس شوی، د هنرمندانو یو نړیوال بنسټیز غورځنگ دی چې موخه یې د تیري نه کولو لید په توگه د هنر او کلتور "نرم ځواک" په کارولو ټولنیز او د چلند بدلون ته لاره هوارول دي.امید شریفي یو هنرمند، د Wartists او ArtLords رییس او عامل مدیر او د هارورډ پوهنتون سکالرشپ لرونکی دی. امید شریفي د CIVICUS د رئیسه هیئت غړی او د اتلانتیک شورا د زریزې رهبرۍ پروگرام (Millennium Leadership Program) د رئیسه هیئت غړی او فارغ التحصیل او د نړیوال پلورالیزم جاېزې (Global Ploralism Award) گټونکی دی.
کبیر مکمل له ماشومتوبه له هنر او د هنري افادې له شونتیاوو سره مینه لرله. کبیر د خپلو هنري کارونو په پیل کې له خپل کلتوري میراث او تجربو څخه الهام واخیست. د هغه هنري کار له سیاست، مذهب، تاریخ، مهاجرت او هویت سره تړاو لري. کبیر په خپلو فکر هڅوونکو انځورونو او سمبولیزم، لیدونکو ته بلنه ورکوي چې د خپل ځان په اړه سوچ وکړي او په دې توگه زموږ د شاوخوا نړۍ په اړه د ژورې پوهې ترلاسه کولو په برخه کې مرسته کوي. د هغه هنر د خبرو اترو له پاره د یوه کتلست په توگه عمل کوي، تعصب تر پوښتنې لاندې راولي او رغنده دیالوگ راپاروي. کبیر غواړي پر خپل هنر د پوهاوۍ کچه لوړه کړي، دیالوگ راوپاروي او په ټولنه کې مثبت بدلون رامنځته کړي.
جزئیات
Kunsthaus ACUD
بیه: تکت وړیا دی
دېوالي انځور د هنر کور (Kunsthaus ACUD) په مخکنۍ حویلۍ کې جورېږي.