د فلم ننداره او د هغه په اړه خبرې اترې
افغانیمیشن - په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغاني انیمیشن فلمونو ټولنه
![Mohsen Shams - The Tiny Dream Mohsen Shams - The Tiny Dream](/resources/files/png138/vlcsnap-2023-06-28-10h46m33s459_cms-formatkey-png-w320m.png)
له محسن حسیني، لاجورد حقیقي او محمد ناصر هاشمي سره
افغاني انیمیشن فلمونه اوس مهال له بده مرغه ډیر کم دي. له هیواد څخه ډیر لږ تولیدات د فلم په نړیوالو فیستیوالونو کې شامل شوي دي. سره له دې چې د انیمیشن فلمونو ټولنې زیاته خلاقه او هنري تنوع رامنځته کړې ده. گویته انتسیتوت، کابل په دې پرمختگ کې د پام وړ ونډه لرله، له آلماني مشارکینو سره په همکارۍ ورکشاپونه او د تکملیي زده کړو بېلابېل ډولونه عملی او د فلم په ملي انستیتیوت، افغان فلم کې د انیمیشن فلمونو د یوې جلا څانگې د رامنځته کېدو لامل شول.
هنري تولیدات، وروسته له هغه چې طالبان واک ته ورسېدل، بند شول او زیات شمېر هنرمندان په اروپا او نورو سیمو کې په جلاوطنۍ کې ژوند کوي.
په دې غونډه کې، د دې برخې درې تنه له ټولو فعال هنرمندان د تیرو ۲۰ کلونو هنري او جوړښتي پرمختگونه څیړي او غوره شوي لنډ انیمیشن فلمونه وړاندې کوي.
وراندې کوونکی:
عبالعظیم نوربخش، په ۱۹۷۰ کال کې په کابل کې زیږېدلی دی، خپلې زده کړې یې د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي د رادیو تلویزیون په څانگه کې بشپړې کړي. له هغه وروسته د پوهنتون استاد په توگه مقرر شو او په دې دنده کې ۲۷ کاله په کار بوخت و. هغه د دې تر څنگ، په ۱۹۹۲ کال کې د افغانستان ملي رادیو تلویزیون د معلوماتو په ریاست کې د ژورنالیست او تلویزیوني خبرونو مدیر په توگه کار کاوه او له ۱۹۹۱ کال څخه وروسته د افغانستان په ملي رادیو تلویزیون کې د سیاسي خپرونې چلوونکی و.
نوربخش په ۲۰۰۶ کال کې، د پوهنتون استاد په توگه د خپلې دندې تر څنگ، د لوړو زده کړو وازرت د نشراتو، معلوماتو او عامه اړیکو رئیس او د دې وزارت ویاند په توگه مقرر شو او دا دنده یې تر ۲۰۱۴ کال پورې پر غاړه لرله. عبدالعظیم نوربخش پر دري، پښتو او انگلیسي ژبو تسلط لري او د افغانستان د نامتو عالمانو او نطاقانو په ډله کې شمېرل کېږي. هغه د ژورنالیزم او عامه اړیکو په اړه زیات شمېر آثار او مقالې لیکلي دي.
میلمانه:
![Mohsen Hossaini Mohsen Hossaini © © Mohsen Hossaini Mohsen Hossaini](/resources/files/jpg1236/mohsen-hosaini-photo-formatkey-jpg-w100mq.jpg)
لاجورد حقیقي (په ۱۹۹۲ کال کې په کابل کې زیږیدلې) په افغانستان کې د انیمیشن لومړنۍ ښځینه هنرمنده ده. نوموړي خپلې زده کړې د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو په پوهنځي کې د گرافیک ډیزاین په برخه کې د لیسانس تر کچې او د ننداریز هنر په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې بشپړې کړې دي. هغې په ۲۰۱۰ کال په کابل کې د گویته په انستیتوت کې د انیمیشن فلمونو جوړول زده کړل. د خپل هنري ژوند په لړ کې یې اوه انیمیشن فلمونه او د انیمیشن یو سریال ډایرکټ کړي دي. د هغې د کار څرنگوالی یو ځانگړی تجربوي میتود دی. د ۲۰۱۸ کال د دسامبر په میاشت کې یې د یوسف او زلیخا په نوم د یوه انیمیشن سریال په جوړولو کې د ارشدې انیماتورې په توگه کار وکړو. د خپل هنري کار اړه په پراخه کچه ستایل شوی ده او څلور جایزې یې ترلاسه کړې دي.
![Mohammad Nasir Hashimi Mohammad Nasir Hashimi © © Mohammad Nasir Hashimi Mohammad Nasir Hashimi](/resources/files/jpg1236/mohammad-nasir-hashimi-formatkey-jpg-w100mq.jpg)
جزئیات
ACUDkino
Veteranenstraße 21
10119 Berlin
ژبه: اصلي متن د انګلیسي سرلیکونو سره , د هنرمندانو خبرې اترې دری/ انګلیسي
بیه: free entrance