د فلم ننداره او د هغه په اړه خبرې اترې
منع شوي څرخونه

Bambirak
© Lorena Duran

ډاېرکټر: آریل نصر

ACUDkino

آلمان/امریکا متحده ایالات، ۲۰۲۰، د ۱۴ دقیقو لنډ فلم
په آلمانی ژبه له انګلیسی لمنلیک سره
ډایرکټر: میرمن زمرین وحدت


اته کلنه کتی له خپل پلار فاروق سره کارته ځي. څرنګه چې هغي د خپل پلار پرتله په آلمانی ژبی ښي خبری کولی شواي، ثابته یې کړه چي هغه د کارتنونو د بسته بندي او تحویلی په برخه کی یوه پیاوړی مرستیاله ده. تر هغو چي د ګلانو په پلورنځي کي کومه پیښه رامنځته کیږي.

میرمن زمرین وحدت:

 دانځور ډیزاینره او دایرکټره زمرین وحدت په ۱۹۸۹ کال کي د افغانستان په پلازمینه کابل کی زیږیدلي ده. په دوه کلنۍ کي له خپلي کورنۍ سره د آلمان هامبورګ ښار ته وتښتیده، چیرته چي هغه اوس هم ژوند کوي. له لیسی څخه تر فراغت وروسته، هغه د لنډې مودې د لپاره له هنزه هامبورګ ښار څخه ولاړه، تر څو چي برائتن ښار ساسکس د میډیا، فلم او موسیقی پوهنتون کی زده کړی وکړي. هغي بیا خپله ماستري  په نیوریارک ښار تیش سکول هنری پوهنتون کی بشپړه کړه او د اوسکار ګټونکی  د مستند لنډ فلم، کوم چي په افغانستان کی فلمبرداري شوی و: «سکیټبورد زده کړه جنګ په چاپیریال کي (که تاسو یوه نجلۍ یاست)» لپاره د دویمی کیمره میرمنی او ژباړونکی په توګه کار وکړ. چمتو کوونکی: کارول دیزاینرپه پای کي په ۲۰۲۰ میلادی کال کي د هغي لومړی لارښود لنډ فلم «بمبیرک» د سنډنس فلم فیستیوال کی د «غوره نړیوال لنډ فلم» جایزه وګټله.
Trailer
میرمن وحدت د دي لپاره چي موضوع ته د آلمان هیواد په فلمي دنیا کې لا ښه روښانه کړي، زیاتره په خپلو کارونو کی د کډوالي  او  توکمپالني  تجربی په ګوته کوي. هغه اوس مهال په یو ۹۰ دقیقه یي سینمائی فلم کار کوي، چې د جرمنی او فرانسي ګډ تولید دی، دا فلم به د هغي د شخصي کیسي پر بنسټ د جرمني په هامبورګ کي جوړ شي.

جزئیات

ACUDkino

Veteranenstraße 21
10119 Berlin

ژبه: فلم: دري، انگلیسي، د فلم پر مخ له انگلیسي ژباړې سره، خبرې اترې: انگلیسي
بیه: تکت وړیا دی