د فلم ننداره او د هغه په اړه خبرې اترې
"Vice Versa One" and "The Orphanage"

The Orphanage
© The Orphanage

دایرکټره: شهربانو سادات 

ACUDkino

Vice VerSa One

دایرکټره: شهربانو سادات 
 افغانستان، ۲۰۱۰ کال فلم ۱۰ دقیقی 
 ژبه: دري، له انګلیسي لمنلیکونو سره 
 
د افغانستان په یو ځای کي، یوه کوچنۍ نجلۍ د ټولټاکنو د رایې ورکولو کاغذونو د ټولولو لپاره په شا باندي یو فلزي صندوق ګرځوي. دوی کولی شي هر څه چي هغه غواړي، ورکړي.

The Orphanage

  دایرکټره: شهربانو سادات 
 ډنمارک/فرانسه/لوکزامبورګ/جرمنی/افغانستان/قطر، ۲۰۱۹ 
۹۰ دقیقو سینمائی فلم 
له انګلیسی لمنلیکونو سره
 
د قدرت په نوم ۱۵ کلن هلک د کابل په واټونو کی له کورنۍ پرته په داسي کور کي ژوند کوي چي چت نه لري. هغه د ورځی ډیره برخه د ښار په سینما کي تیروي او د خپل ژوند څرخ د سینما په ټکټونو او کوچنیو توکو چلوي، چي په تور بازار کي یي پلوري. قدرت د سینما په تالار کی د خپلي راتلونکي خوبونه ویني . هغه په تصور کي د بالیوود په زړه پوری دوری د عاشقی او اکشن فلمونو اتل شي او ځان د پردیو کیسو جادویی نړۍ کي له لاسه ورکوي. کله چي قدرت یوه ورځ د ښار چارواکو لخوا ونیول شي، هغه باید د تل لپاره په سړکونو کې ورځنی ژوند پریږدي. يو نوی ژوند او په دې توګه د تجسس، تخیل او د واقعیت له ځواک څخه ډک په زړه پوری سفر د کابل د ماشومانو په کور کې د هغه په انتظار دی، چیري به چې هغه له نورو تنکیو ځوانانو سره یو ځای د خپل ماشومتوب له وروستیو ورځو سره خدای پاماني کوي.
 

تر فلم وروسته به له ډایرکټری شهربانو سادات سره هم خبرې وشي.



شهربانو سادات، چي په ۱۹۹۱ کال کی زیږیدلی سکرین لیکونکی او ډایرکټره ده. په ۲۰۰۹ کال کی هغی په کابل کی د مستند فلم په ورکشاپ کي چې د «اتلیه وران» په نوم و، برخه واخیسته. د هغي لنډ فلم، وایس ورسا ون، په کنز کي د ۲۰۱۱ فورتنایټ ډایرکټرانو  کی وټاکل شو، او د هغی لومړی فلم، لیوه او پسه، د ۲۰۱۶ فورتنایټ ډایرکټرانو  کی غوره جایزه وګټله. د هغی دوهم سینمایي فلم  
د یوې یتیم خونې برعکس، په ۲۰۱۹ کال کي د کن فلم فیستیوال کی ننداری ته وړاندی شو. دغه فلم ډیری نړیوالو نوماندو ته وبلل شو او د ریکیاویک نړیوال فلم فستیوال کي یي د غوره فلم جایزه وګټله. په ۲۰۲۲ کال کی هغه په برلینال کی د «غوره لومړی فیچر» لپاره د ژوري پلاوي غړی وه. هغه دا مهال د کابل جان په نوم یوه رومانتیک کمیډي فلم جوړوي.

جزئیات

ACUDkino

Veteranenstraße 21
10119 Berlin

ژبه: فلم: دري، د فلم پر مخ له انگلیسي ژباړې سره، خبرې اترې: انگلیسي
بیه: تکت وړیا دی