Theatre Performance
شرِ نو په برلین کې

Key Visual Afghanistan
© Goethe-Institut im Exil

له مینا جواد او ترکان عمري، شمایل شالیزۍ او هېواد لاروي سره

ACUD Theater

د «شرِ نو په برلین کې»  ننداره د برلین د کروېڅبرگ له جوش او خروش ډکې صحنې په وړاندې ترسره کیږي او د دوو افغان ښځو، نسرین او سپوږمۍ په اړه ده، چې د خپل شخصي او درک شوي هویت په اړه بحث کوي.

کیسه هغه وخت خپله بڼه غوره کوي چې نسرین، په آلمان کې یوه افغانه مهاجره، د خپلې ملگرې سپوږمۍ لیدو ته ځي، چې په برلین کې په جلاوطنۍ کې ژوند کوي. د هغوی په څېرو او دریځ کې توپېر یې اړیکو ته بڼه ورکوي او د افغان مهاجرینو د تنوع وضعیت منعکس کوي. یو معمولي ماښام ډېر ژر د استعماري نورمونو، تعصبونو او کلیشو په چوکاټ کې د هغوی د هویت پر ژورې څېړنې بدلېږي.

د «شارِ نو در برلین» سوژو په ډله کې له منل شوو نورمونو څخه بهر جنسیت او د نارینه په  سترگو موضوعاتو ته کتل، د هویت په اړه بحث، د درناوي سیاست، نخبه گرایي، له ښځو سره دښمني او د دیاسپورا او جلاوطنۍ ترمنځ مقابله شاملېږي. د نسرین او سپوژمۍ تر منځ د نظر احساساتي تبادله، شدیداً شخصي شخړې او ناڅاپي مخامخ کېدنې، په ښار کې د شپې ژوند ته د هغوی لار هواروي او د دې لامل گرځي چې لیدونکي د افغان میرمنو او کډوالۍ تجربې په اړه خپل نظر ته بیا کتنه وکړي. نسرین او سپوږمۍ د شپې په لړ کې، په داسې یوه نړۍ کې چې اکثراً د ظاهري څېرو او دودیزو نورمونو د نه منلو له مخې قضاوت پرې کېږي، له کتونکو پر ټاکونکو بدلېږي.

د «شرِ نو» عنوان، په کابل کې  د «شهر نو» شیکې سیمې ته اشاره ده چې د ۲۰۲۱ کال د اگست په میاشت کې د طالبانو له واک ته رسېدو مخکې، د عیاشۍ د محفلونو له امله مشهوره وه. د هغو ښځو پر تندې، چې هلته یې په محفلونو کې گډون کولو، اکثراً د بې بند و بارۍ د ننگ داغ لگېدو. په دې اړه د «شر» کلمه د شرارت د احساس په معنی ده، چې اکثراً د هغو ښځو له پاره کارېږي چې ټولنیز نورمونه رودوي. کلمې او عبارتونه د کډوالو له تجربې او په افغانستان کې له څو موجودو ژبو سره په تطابق، کله نا کله پر دري او انگلیسي ژبو له تمرکز سره، په څلورو آلماني، پښتو، انگلیسي او دري ژبو وېل کېږي.

تکت

مینا جواد یوه آزاده لیکواله، د ښوونې او روزنې سلاکاره او د استعمار وروسته فضا او جندر جوړښتونو پر ړنگولو تمرکز لرونکې روزونکې ده. د هغې په کارونو کې شعرونه، ظنزونه، مطبوعاتي مقالې او د اجرا په توگه بحث شامل دي. د هغې انتشارات اکثراً د افغانستان موضوع او د دیاسپورا او جلاوطنۍ اړخونه منعکس کوي.




ترکان عمري لوبغاړې، لیکواله او فلم جوړوونکې ده. هغه اوس مهال په سان دئیگو کې د کلیفورنیا په پوهنتون کې د لوبغاړۍ د هنر زده کړې کوي. د هغې کار د ځکمې په کره کې د انسانانو، ښځو او کډوالو پر بدن فکري تعمق دی.

جزئیات

ACUD Theater

Veteranenstraße 21
10119 Berlin

ژبه: جرمنی/ انګلیسي/ دری/ پښتو
بیه: موږ د دې لینک له لارې د وړیا ټیکټ دخوندي کولو وړاندیز کوو