د افغانستان فیستوال

گویته انستیتوت په جلاوطنۍ کې خپل فعالیت د ۲۰۲۳ کال په دوېمه نیمایي کې د افغانستان کلتوري ټولنې او افغان دیاسپورا ته ځانگړی کوي. پر افغانستان تمرکز له ۳۰/۶ څخه تر ۲/۷/۲۰۲۳ نېټې پورې له یوه فستیوال سره پرانیستل شو. په پروگرام کې د تیاتر نندارې، کتاب لوستنې، د گردي میز بحثونه، کنسرتونه، یوه رادیویی خپرونه، ورکشاپونه، او د واټونو هنر یوه مشارکتی پروژه، شامل وو.

بشپړ پروگرام په دې ځای کې کتلئ شئ:
د فستیوال پروگرام
 
Production: David San Millán, Music: Farhot

نندارتون «نالیدونکی ځواک - د ښځینتوب او هویت له پاره هڅه»


له ۰۸/۱۲/۲۰۲۳ څخه تر ۱۴/۰۱/۲۰۲۴ پورې د «نالیدونکی ځواک - د ښځینتوب او هویت له پاره هڅه» نندارتون د سارا نبیل په مشرۍ او د رادا اکبر، لیلا موسوي او محسن تاشا له اثارو سره د هنر په خونه ACUD کې ترسره کېږي.

د نندارتون په اړه نور معلومات په دې ځای کې موندلئ شئ.

د افغانستان فستیوال د انځورونو گالري


پر افغانستان د تمرکز پرانیستونکي درې ورځني فستیوال (له ۳۰/۶ تر ۲/۷/۲۰۲۳) د بېلابېلو څانگو تر منځ د همکارۍ یو پروگرام وړاندې کړو. په هغه کې هم د دودیز او اوسني کلتور عناصر وښودل شول او هم د دیاسپورا اوسني بحثونه مطرح شول. یوه مرکزي موضوع د افغانستان ښځینه او نورو هنري او کلتوري متنوع آثارو ښکاره کول و.

  • د رادیو تلویزیون ژورنالیسته سهیلا اصغری پر ستېج ولاړه ده او لیدونکو ته خبرې کوي چې د هغې مخې ته په ښې خوا کې ناست دي. Foto: Ksenia Yanko © Goethe-Institut im Exil
    د راډیو او تلویزیون ژورنالیسته سهیلا اصغري د فستیوال د پرانیستونکو مراسمو چلوونکې وه.
  • رباب غږوونکې فضیله ضمیر او تبله غږوونکی فریدون میازاده، موسیقي غږوي. Foto: Ksenia Yanko © Goethe-Institut im Exil
    رباب غږوونکې فضیله ضمیر او تبله غږوونکي استاد فریدون میازاده، په موسیقۍ د پرانستونکي فستیوال ملگرتیا کوله.
  • زیات شمېر کسان له پاسه لیدل کېږي. د هغوی زیاته برخه په وړو ډلو کې له یوه او بل سره خبرې کوي Foto: Soliman Saien © Goethe-Institut im Exil
    د هنر خونې ACUD او د هغه داخلي انکړ مېلمانه ډوډۍ خوړلو او چای څښلو ته راوبلل.
  • د انځور په کیڼه خوا کې تیموتي دانیئل له برښنایي گیتار سره لیدل کېږي. د هغه مخکې ښۍ خوا ته الهه سرور سندرې وایي. د انځور شا ته په ښۍ خوا کې جازبند غږوونکی ستیفانو انکورو لیدل کېږي. Foto: Ksenia Yanko © Goethe-Institut im Exil
    الهه سرور او د هغې ډلې د الهې له نوي البوم «د جریبند گل» څخه د بیلابېلو سبکونو ترکیبي سندرې اجرا کړې. د الهه سرور ملگرتیا، جاش مېډلتن (آرگن/اکوردیون)، تیموتي دانییل (برقي گیتار) او ستیفانو انکورو (ضربي سازونه)، کوله.
  • دا انځور د موسیقۍ تولیدونکی فرهت، مسک ښکاره کوي چې د خپل ډي جې میز شا ته ولاړ دی. Foto: Ksenia Yanko © Goethe-Institut im Exil
    د لومړي ماښام په زړه پورې پای د فرهت او مسته زۍ ډې جې سیټونه وو. د موسیقۍ تولیدونکي، فرهت، له پاپ کلتور سره د افغاني موسیقۍ عناصرو په یوځای کولو، موسیقي وغږوله.
  • یوه غوا او یوه نانځکه پر یوه لوړ ستېج اېښودل شوي دي. ښې خوا ته عبدالحق حقجو لیدل کېږي. Foto: Soliman Saien © Goethe-Institut im Exil
    نانځکې گډونکي او ډاېرکټر، عبدالحق حقجو د گرېم کیسې «هانس په نیکمرغي کې» خپل تعبیر نندارې ته وړاندې کړ چې د هغه د وطن افغانستان پر وضعیت زیات تمرکز لري.
  • شیرخان احمدزی، ویلند یادوژینسکي او عبدالحق حقجو د یوه او بل څنگ ته ناست دي. عبدالحق حقجو خبرې کوي. Foto: Soliman Saien © Goethe-Institut im Exil
    شیرخان احمدزي، ویلاند یاگوژنسکي، هومان ویسا او عبدالحق حقجو د تیاتر له نندارې وروسته، په افغانستان کې د نانځکو تیاتر په اړه بحث وکړ.
  • درې تنه ماشومان پر یوه لوی دېوال د انځور برخې رنگوي. د هغوی کیڼې خوا ته د جوړ شوي هنري اثر طرحه ځړول شوې ده. Foto: Soliman Saien © Goethe-Institut im Exil
    د درو ورځو په لړ کې، د هنر خونې ACUD مخې ته، د ArtLords په لارښوونه یو انځور جوړ شو چې هرچا یې په جوړولو کې گډون کولی شو. د هنری اثر موضوع په افغانستان کې د ښځو او نجونو اوسنی سخت وضعیت و.
  • دوه مېرمنې یوه او بله په غېږه کې نیسي. هغه مېرمن چې مخ یې د کمرې خوا ته دی، ژورنالیسته زېنب فرهمند ده. Foto: Ksenia Yanko © Goethe-Institut im Exil
    ځینې کلتوري فعالانو او د فستیوال گډونکونکو یو او بل له یوې زیاتې مودې وروسته ولیدل - لکه دلته د ژورنالیستې زینب فرهمند په څېر، چې «په افغانستان او جلاوطنۍ کې د کلتور تنوع او ساتنې په اړه» د گردي میز چلوونکې وه.
  • د ځوانانو یوه ډله په یوه کاغذي بېړۍ کې ناسته ده. کوټه پر شنه رنگ روښانه شوې ده او غبار جگېږي. Foto: Ksenia Yanko © Goethe-Institut im Exil
    د آوا تیاتر ډلې تنکي ځوانان د تیاتر په ننداره «وېره او هیله» (ډاېرکټره: فرشته سعادتی) کې اروپا ته د خپلې لارې په اړه کېسه کوي او ورو ورو پر خپلو کیسو باندې واک ترلاسه کوي.
  • مرینا محمدی، ابراهیم هوتک او نعیمه غني د یوه او بل څنگ ته ناست دي. نعیمه غني خبرې کوي او ابراهیم هوتک یې خبرې په مسکا اوري. Foto: Ksenia Yanko © Goethe-Institut im Exil
    لیکوالو نعیمه غني او مرینا محمدي د لنډو کیسو له ټولگې «زما قلم د مرغه وزر دی: د افغان ښځو نوې کیسې» (د مکلیهوز مطبعه، ۲۰۲۲) څخه خپلې لنډې کیسې ولوستلې او له ابراهیم هوتک او حاضرینو سره یې د روانو موضوعاتو او ننگونو په اړه بحث وکړو.
  • موزیسنه مشعل اندړ مسکا کوي. د هغې مخې ته خلک نڅا کوي او تت لیدل کېږي. Foto: Soliman Saien © Goethe-Institut im Exil
    سندرغاړې او هارمونیه غږوونکې مشعل اندړ، چې موسیقۍ ته له ماشومتوبه لیواله وه، په خپلو پښتو، دري، اردو، هندي او پنجابي سندرو د حاضرینو د خوښۍ ولولې راوپارلې.
  •  یو ماشوم د میز شا ته ناست دی او له شا لیدل کېږي. پر مېز په خپله جوړ شوي ستېژونه او څېرې، قلمونه او کاغذ لیدل کېږي. Foto: Soliman Saien © Goethe-Institut im Exil
    د محمد کریم اسیر او شیرخان احمدزي په لارښوونه د یوه کاغذي تیاتر گډونکوونکو، ستیژونه او څېرې په خپله جوړ کړل. له هغه وروسته لنډې صحنې وښودل شوې.
  •   د انځور په شا برخه کې د گردي میز گډونکوونکي لیدل کېږي. لیدونکي د هغوی مخې ته ناست دي. د انځور په مخکنۍ برخه کې د کتابونو یو میز په تت ډول لیدل کېږي. Foto: Ksenia Yanko © Goethe-Institut im Exil
    په دې گردي میز کې په آلمان کې د افغان لیکوالو اوسنی وضعیت وڅېړل شو. د بحث گډونکونکي هاېده ارمغان، تقي اخلاقي، محب الله زغم، ډاکټر محمد داود وفا او سور اسرافیل وو.
  • ترکان عمري (کیڼې خوا ته) او مینا جواد (ښې خوا ته) د یوه میز تر شا د یوې او بلې څنگ ته ناستې دي. دواړه له یوې او بلې سره خبرې کوي. Foto: Soliman Saien © Goethe-Institut im Exil
    د تیاتر په ننداره «شهر نو په برلین کې» (ډاېرکټره: مینه جواد)، په آلمان کې یوه افغان مهاجره ښځه د خپلې ملگرې سپوږمۍ لیدو ته ځي، چې په برلین کې په جلاوطنۍ کې ژوند کوي. یو معمولي ماښام ډېر ژر د استعماري نورمونو، تعصبونو او کلیشو په چوکاټ کې د هغوی د هویت پر ژورې څېړنې بدلېږي.
  • د AK13 ډلې درې تنه غړي پر ستېج لیدل کېږي. په داسې حال کې چې دوه تنه یې رپ کوي، درېم تن میکروفون د لیدونکو خوا ته نیولی دی. Foto: Ksenia Yanko © Goethe-Institut im Exil
    فستیوال د AK13 ډلې په یوه کنسرت او د Superiors Crew ډلې په برېک ډانس پای ته ورسېد. د AK13 ډلې د ننداره کوونکو له ولولو ډکو غږونو وروسته، څلور نورې سندرې هم اجرا کړې.
  • یو لوی دېوالي انځور لیدل کېږي. په انځور کې یوه نجلۍ لیدل کېږي چې نارنجي کالي یې اغوستي دي. نجلۍ رنگه وزرونه لري. د انځور په شا برخه کې شنه او زرغون زینتي انځورونه لیدل کېږي. د انځور ترڅنگ په ښې خوا کې یو میز د رنگونو له تیپونو سره لیدل کېږي او په کیڼه خوا کې یې یوه خوځېدونکې خوازه ولاړه ده. Foto: Ksenia Yanko © Goethe-Institut im Exil
    د ArtLords بشپړ شوی دېوالي انخور په افغانستان کې د ښځو او نجونو اوسني سخت وضعیت ته اشاره کوي. د انځور په مرکزي برخه کې یوه نجلۍ ناسته ده چې نارنجي کالي یې اغوستي دي. دا رنگ لیدونکي ته د گوانتانامو زندانیانو د یونیفورم رنگ وریادوي. په پس منظر کې زینتي انځورونه د افغانستان کلتوري شتمنۍ ته اشاره کوي.

راډیويي خپرونه

د فیستیوال په بهیر کې، د reboot.fm او "Refuge Worldwide"   په همکارۍ یوه راډیويي خپرونه ثبت شوه چې په دې خپرونه کې د خپرونې د هر جزء ريکارډونه او همدارنګه د فیستیوال له هنرمندانو سره ځانګړې مرکې وړاندې شوې دي. سربېره پر دې، په دې خپرونه کې څوګوني د پلې لېستونه شتون لري، د بېلګې په توګه د اسماعیل حارث له خوا چې د رپ آلمانۍ موسيقۍ سندرغاړی دی او په افغانستان کې زيږېدلی دی، مخ ته وړي. موسیقي په 70مه لسیزه کې په افغانستان کې څنګه وه؟

د فیستیوال پروګرام، پلې لېستونو او مرکو ته غوږ ونيسئ.

AK13 د reboot.fm په ستډیو کې Foto: Ksenia Yanko © Goethe-Institut im Exil

مرکه

هغه هنرمندان چې د افغانستان د فستیوال د پرانیستې په پروګرام کې یې برخه اخیستې وه، د خپلو هنري کارونو په اړه معلومات وړاندې کوي او شخصي تجربې شریکوي.

موږ تعقیب کړئ