په افغانستان تمرکز

Goethe-Institut Afghanistan Foto: Bernhard Ludewig © Goethe-Institut

گویته انستیتوت، افغانستان چې په ۲۰۰۳ کال کې بیا پرانستل شو، په هغه وخت کې یې د موجودې کلتوري ټولنې بیارغونه او ملاتړ او د نویو کلتوري فعالیتونو رامنځته کول او هڅول له مهمو اهدافو څخه و. انستیتوت په ۲۰۱۷ کال کې د یوه برید له امله زیات زیانمن او دې ته اړ شو چې په افغانستان کې خپل فعالیت ودروي.

د افغانستان اوسنی حالت، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، ډېر کړکېجن دی: هیواد منزوی شوی او ښځې تر ډیره حده له عامه ژوند څخه بې برخې شوې دي. د طالبانو بیاراتگ د هنرمندانو له پاره هم ویجاړونکی و.

په ټوله نړۍ کې داسې انځورونه خپاره شول چې په هغو کې طالب جنگیاليو د موسیقۍ وسیلې سوځولې او هنرمندانو له وېرې خپل هنري آثار له منځه وړل. کلتوري فعالان په هېواد کې د ننه او په بهر کې خپلو هنري فعالیتونو ته دوام ورکوي. په داسې حال کې چې یو شمېر کلتوری فعالان له هېواد څخه په وتلو بریالي شوي، ځینې نور لا هم د تېښتې فرصت ته په تمه دي.

د گویته انستیتوت په جلاوطنۍ کې کار د ۲۰۲۳ کال په دویمه نیمایي کې د افغانستان کلتوري وصعیت ته ځانگړی شوی دی او د افغان کلتوري فعالانو له پاره یو ستیج چمتو کوي.  

لنډه پیژندنه

Facade of the former Goethe-Instituts in Kabul © Goethe-Institut گویته انستیتوت کابل، چې په ۱۹۶۵ کال کې تاسیس شو، په ۱۹۹۱ کال کې، د مجاهدینو تر یرغل مخکې، دې ته اړ شو چې په افغانستان کې خپل فعالیت ودروي. گویته انستیتوت کابل تر تړل کېدو پورې، د غونډو، تبادلو او کلتوري پروګرامونو له پاره یو پېژندل شوی او مشهور ځای و.

Inner courtyard Goethe-Institut Afghanistan Foto: Masoud Hotak © Goethe-Institut
په ۲۰۰۱ کال کې، د طالبانو د لومړي رژیم له ختمېدو وروسته، د ۲۰۰۲ کال د فبرورۍ له میاشتې د فعالیت د بیا پېلولو له پاره لومړنۍ پلټنې پېل شوې. انستیتوت په ۲۰۰۳ کال کې د آلمان دېموکراتیک جمهوریت سفارت په پخوانۍ ودانۍ کې بیا پرانستل شو. انستیتوت خپل فعالیت، خپلې ودانۍ ته له کډه کېدو او د اضافي پرسونل له استولو وروسته، په ټولو کاري برخو کې له سره پېل کړ.



گویته انستیتوت د کلتوري ټولنې په بیارغونې کې، چې هغه وخت لا موجوده وه، مرسته وکړه او د کلتوري فعالېتونو نوې بڼې یې هم وهڅولې، د بېلګې په توګه د معاصرو ادبیاتو، انیمیشن فلمونو او د نانځکو تیاتر په برخو کې.

Workshop Masoud Hotak © Goethe-Institut
انستیتوت د آلمان سفارت په انګړ کې پروت و. انستیتوت په ۲۰۱۷ کال کې د یوه برېد له امله زیات زیانمن او دې ته اړ شو چې خپل کار ودروي. طالبان د ۲۰۲۱ کال د اگست میاشتې له ۱۵ مې راپدې خوا بیا هم واک ته رسیدلي دی.

 

د افغانستان فستیوال ته یوه کتنه

گویته انستیتوت په جلاوطنۍ کې خپل فعالیت د ۲۰۲۳ کال په دوېمه نیمایي کې د افغانستان کلتوري وضعیت ته ځانگړی کوي او د افغان کلتوري فعالانو له پاره یو ستیج برابروي. پر هېوادونو دا نوی تمرکز له یوه فستیوال (له ۳۰/۶ تر ۲/۷/۲۰۲۳) سره پرانستل شو. د درې ورځني فستیوال په لړ کې هم د دودیز او اوسني کلتور عناصر وښودل شول او هم د دیاسپورا اوسني بحثونه مطرح شول. یوه مرکزي موضوع د افغانستان ښځینه او نورو هنري او کلتوري بېلابېلو کارونو ښکاره کول و.

د تیاتر نندارو، فلمونو، کنسرتونو، کتاب لوستنو، ورکشاپونو، د ماشومانو له پاره پروگرامونو او د واټونو هنر یوې ګډې پروژي، د افغانستان د کلتور بېلابېل اړخونه وښودل.

Singer Elaha Soroor stands on stage singing, while she is musically accompanied by her band. Ksenia Yanko © Goethe-Institut im Exil

«کلتور اوسمهال یوازې د ایدیالوژۍ په قفس کې ژوند کوي»

له ابراهیم هوتک سره مرکه

ابراهیم هوتک، د گویته انستیتوت، افغانستان وروستی رئیس، اوسمهال د گویته انستیتوت له پاره په برلین کې کار کوي. هغه په ۲۰۰۵ کال کې، کله چې یوه پخواني آشنا پوښتنه ترینه وکړه چې ولې تر اوسه پورې افغانستان ته نه دی تللی ترڅو د هېواد په رغونه کې برخه واخلي، په آلمان کې ژوند کولو. په افغانستان کې په ۲۰۰۱ کال کې، د طالبانو له رانسکورېدو وروسته، د نوي پېل له پاره روحیه واکمنه وه، نو ده هم پرېکړه وکړه چې افغانستان ته ستون شي.

په افغانستان کې له ۲۰ کلونو زیاتې جگړې وروسته کلتوري چاپېریال څه ډول و؟
ابراهیم هوتک د نوي پېل دې کلونو په لړ کې د گویته انستیتوت کلتوري کار په اړه معلومات وړاندې کوي.  

برداشتونه

  • پدلته لیکوالان هر یو : پاکیزه ارزو،شیما غفوري، حمیرا قادري، نیلوفر لنګر او محمود جعفري ښځه او ادبیاتو باندې بحث کوي. Masoud Hotak © Goethe-Institut
    په کابل کې گویته انستیتوت، په ځانگړې توگه په ۲۰۱۳ کال کې د ادبیاتو د اووم فستیوال په لړ کې له ټولو د مخه د ښځینه لیکوالو له اوسنیو ادبیاتو څخه ملاتړ وکړ. پاکیزه آرزو، شیما غفوري، حمیرا قادري، نیلوفر لنگر او محمود جعفري په فستیوال کې په ادبیاتو کې د ښځو د موضوع په اړه خبرې وکړې.
  • . شاعر او لیکوال علم گل سحر د خپل اثر یوه برخه ولوستله چې پر ادبیاتو د جگړې اغېز څېړي.  Masoud Hotak © Goethe-Institut
    په ۲۰۱۴ کال کې د اوسنیو ادبیاتو اتم فستیوال ترسره شو. شاعر او لیکوال علم گل سحر د خپل اثر یوه برخه ولوستله چې پر ادبیاتو د جگړې اغېز څېړي.
  • پر څو مېزونو باندې افغاني اوسنیو آثارو ته کتنه کېدای شوه. حمیده ځلا او شاعرې پروین ملال هم دا آثار تر نظر تیر کړل. Masoud Hotak © Goethe-Institut
    پر څو مېزونو باندې افغاني اوسنیو آثارو ته کتنه کېدای شوه. حمیده ځلا او شاعرې پروین ملال هم دا آثار تر نظر تیر کړل.
  • د کاریکاتورونو له نندارتون څخه انځور Masoud Hotak © Goethe-Institut
    د ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ، د دیموکراتیک کېدو په دوره کې، په هېواد کې د بیان آزادي هم شونې شوه. په ۲۰۱۴ کال کې په کابل کې د اوسنیو کاریکاتورونو یو نندارتون جوړ شو.
  • هنرمنده شمسیه حسني پر یوه دېوال رسم کوي. Masoud Hotak © Goethe-Institut
    ځوانې هنرمندې شمسیه حسني له چاودنې څخه پر محافظتي دیوالونو رسامي وکړه، چې گویته انستیتوت ته په لار کې ولاړ وو. شمسیه حسني وروسته د لومړۍ افغانې گرافیستي هنرمندې په توگه مشهوره شوه.
  • د ستیج پر سر سازغږوونکي Masoud Hotak © Goethe-Institut
    د افغانستان د دودیزې موسیقۍ ډلو، لکه د هېواد په جنوب کې د هلمند له ولایت څخه یوې ډلې، هم په گویته انستیتوت کې د افغانستان ځانگړي سازونه، تبله او رباب، غږول.
  • د آلماني ژبې ښوونکي او د گویته انستیتوت کابل کارکوونکي د تکمیلي تعلیماتو په یوه کورس کې Masoud Hotak © Goethe-Institut
    په کابل کې گویته انستیتوت د ژبې په برخه کې هم فعالیت درلود، دلته د آلماني ژبې د ښوونکو له پاره د تکمیلي زده کړو په یوه کورس کې.
  • ماشومان د کتابونو د یوه میز خوا ته منډې وهي Masoud Hotak © Goethe-Institut
    د ماشومانو له پاره کتابونه وړیا دی؟ هیڅ څوک نه غواړي چې دا موقع له لاسه ورکړي! له ماشومانو څخه د شېبې انځور، په کابل کې د ماشومانو ادبیاتو په فستیوال کې، د ماشومانو یوه ډله په اغېزمنه توگه څرګندوي، چې منډې وهي.
  • په یوه خیمه کې ماشومان او کیسه ویونکې Masoud Hotak © Goethe-Institut
    لوبغاړو په دې فستیوال کې د ماشومانو کیسې وکړې.
  • ماشومان د کتابونو د یوه میز مخې ته Masoud Hotak © Goethe-Institut
    د کتابونو پر میز په پښتو او دري ژبو د ماشومانو لپاره د آلماني کتابونو نوي ژباړل شوې نسخې پرتې وې.
  • د دریځ پر سر یوه لوبغاړې او دوه لوبغاړي Masoud Hotak © Goethe-Institut
    د ستېج پر سر لوبغاړي
  • زده کوونکي ډله ډله د میز تر شا ناست دي او په گډه توگه زده کړه کوي Masoud Hotak © Goethe-Institut
    گویته انستیتوت کابل په مجموعي توگه له پنځو ‌PASCH- ښونځیو سره همکاري لرله. د آلمان له پاره د علاقې او لیوالتیا رامنځته کول، د آلماني ژبې زده کړې ته د ځوانانو هڅول او په ټوله نړۍ کې د ښوونځیو د یوې شبکې جوړول د PASCH نوښت موخې دي. PASCH د «ښوونځي: د راتلونکي لپاره ګډونوال» لپاره مخفف دی.
  • د دریځ پر سر لوبغاړي Masoud Hotak © Goethe-Institut
    د تیاتر په فستیوال کې د تیاتر یوې ډلې د فساد پر موضوع یوه تمثیلي ټوټه نندارې ته وړاندې کړه. د دې تمثیلي ټوټې موضوع د نورو تر څنگ له فساد سره مبارزه وه.
  • د ستیج پر سر لوبغاړي Masoud Hotak © Goethe-Institut
    گویته انستیتوت د نانځکو تیاتر له هنر څخه هم، په ځانگړې توگه د ارنست بوش له اکادمۍ سره په همکارۍ، ملاتړ کولو. نصیر فرملي، هومان ویسا [د اشخاصو نومونه] «د هغه زمري کیسه چې لوستل یې نه شوای کولی» کتاب پر بنسټ، چې مارتین بالتشاېت لیکلی دی، یوه تمثیلي پارچه نندارې ته وړاندې کړه.

Weiterlesen

موږ تعقیب کړئ