Interview

په افغانستان کې د طالبانو له رانسکورېدو وروسته، له ۲۰۰۱ کال څخه وروسته د نوي پېل له پاره یوه روحیه حاکمه وه. دا روحیه د دې لامل شوه چې ابراهیم هوتک افغانستان ته ستون شي ترڅو د هېواد په بیارغونه کې مرسته وکړي. هغه لومړی په کابل کې په گویته انستیتوت کې، چې نوی پرانستل شوی و، د پروگرامونو د مدیر په توگه او له ۲۰۱۵ تر ۲۰۱۹ کال پورې د انستیتوت د رئیس په توگه په کار بوخت و. ابراهیم هوتک د نوي پېل د دې کلونو په لړ کې د کلتوري کار په اړه په زړه پورې معلومات وړاندې کوي.

Ibrahim Hotak in Kabul Foto: privat

ښاغلی هوتک، څنگه شو چې تاسو گویته انستیتوت، افغانستان راغلئ؟

دا یو برخلیک جوړونکی تصادف و. په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د حکومت له رانسکورېدو وروسته مې غوښتل چې وطن ته ستون شم ترڅو د هېواد په بیارغونه کې مرسته وکړم. خو په ۲۰۰۳ کال کې هېواد ته له ستنېدو وروسته پوه شوم چې لا هم وختي دی چې په کوم ځای کې خپله لاره ومومم او نوي کار پېل کړم. له همدې امله بیرته آلمان ته ستون شوم.

په ۲۰۰۴ کال کې له خپل یوه پخواني ملگري سره په تصادفي توگه مخ شوم چې په تقریباً ملامتونکې توگه یې راڅخه وپوښتل، کله چې هېواد آزاد شوی دی او باکفاېته اشخاصو ته زیاته اړتیا موجوده ده، نو دلته څه کوم. زه نور تم نشوم. د ۲۰۰۴ کال په پای کې بیاهم کابل ته لاړم او هلته مې په گویته انستیتوت کې لومړۍ خبرې ترسره کړې. د انستیتوت د هغه وخت رئیس (دوکتور نوربرت شپیڅ) د پروگرامونو د هماهنگ کوونکي په توگه د کار وړاندیز راته وکړو، خو د ۲۰۰۵ کال له پسرلي څخه وروسته. له دې امله آلمان ته ستون شوم، خپل شیان مې راغونډ کړل، د ۲۰۰۵ کال په پسرلي کې کابل ته ورسېدم او سمدلاسه مې په گویته انستیتوت کابل کې کار پېل کړ. خوشحال وم چې په افغانستان کې د آلمان یوه توټه له ځان سره لرم، او له ټولو د مخه دا چې خپل کار ته په آلماني ښکلې او سختې ژبې دوام ورکولی شم.

هغه مهال په افغانستان کې کلتوري چاپېریال څه ډول و؟ په افغانستان کې او له افغانستان څخه د کلتوري فعالانو د ودې له پاره کومې شونتیاوې موجودې وې؟

کلتوري چاپېریال موجود نه و، د وحشت صحرا وه. هېواد په بشپړه توگه وران شوی و. پاېتخت کابل په واقعي توگه پر کنډوالې بدل شوی و. ۲۰ کاله جگړې ژور داغونه رامنځته کړي وو.

هرڅه باېد نوي، تقریباً له صفر څخه پېل شوي وای. د نوي پېل له پاره چانس ښه و او د نوو شیانو د رامنځته کولو له پاره فرصتونه موجود وو. نړېواله ټولنه هم هلته موجود وه، که څه هم پر سیاسي او پوځي چارو له تمرکز سره. نړېوالو کلتوري موسسو په کابل کې خپل فعالیت، د گویته انستیتوت په گډون، په تدریجي توگه پېل کړو.

هغه مهال باېد کوم کلتوري فعالیتونه په لومړي سر کې ترسره شوي وای؟ گویته انستیتوت، افغانستان د خپلو کارونو په سر کې کومو مرکزي موضوعاتو ته ځای ورکړی و؟ آیا دې مرکزي موضوعاتو د وخت له تېرېدو سره بدلون وموند؟

شل کاله جگړې، جلاوطنۍ او کډوالۍ ډېر هنرمندان او فرهنگي فعالان له ټولنیز ژوند څخه بې برخې کړي وو. ډیري یې بهر ته تللي او نور یې نهیلي شوي وو، هیله مندي یې له لاسه ورکړی وه او له ورځني ژوند سره د مقابلې له پاره یې مبارزه کوله. هنر او کلتور په حتمي توگه د کاري اجندا په سر کې نه و. موږ باید په لومړي سر کې د هنر او کلتور په اړه یوه ارزونه کړې وای، د هغه څه په اړه مو، چې لاهم پاتې وو، باېد هم د پرسونل او هم مادي موضوعاتو له مخې یو ډول سروې ترسره کړې وای. ډېر فرهنگي مرکزونه لکه ملي تیاتر «کابل نندارې»، افغان فلم یا د افغانستان راډیو تلوېزيون بايد په لومړي سر کې په موقتي توگه بیاهم د کارونې وړ گرځول شوی وای. لومړنۍ جوړښتي مرستې ترسره شوې.

د کار یوه بله مرکزي موضوع د هنرمندانو او کلتوري فعالانو د پېدا کولو له پاره هڅه، له یوه او بل سره د هغوی نښلول او له فزیکي پلوه نږدې کول و. د دې موخې له پاره باېد پلتفورمونه او د هنري پروګرامونو ډولونه، لکه د هنرمندانو غونډې، جلسې او فستیوالونه رامنځته شوي وای. په دې توگه، د نورو فعالیتونو تر څنگ، د فستیوال یو ډیر رنگین او فعال کلتور رامنځته شو او وده یې وکړه.

له نوي پیل سره، په افغانستان کې د هنر او کلتور ټول موضوعات او ټولې برخې مهمې وې. خو دا مناسبه ښکارېده چې کار په دوديزو یا موجودو برخو لکه ادبياتو، موسيقۍ، فلم او تياتر کې پيل شي. خو په دې اړه زموږ ظرفیتونه او شونتیاوې هم اړینې وې. ژور او متمرکز کار ته اړتیا وه. په دې وخت کې د اشیایی خدماتو سربیره د منځپانگې پر سرچینو هم تمرکز وشو. موجوده پوهه او ظرفیتونه د ورکشاپونو، سیمینارونو، مسلکي او تکمیلي زده کړو له لارې پیاوړي شول. د بېلگې په توگه د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي درسي نصاب په جوړولو کې مرسته وشوه او نوې مفکورې او خوځښتونه په کې شامل شول.

د کار په مرکزي موضوعاتو کې بدلون رامنځته نه شو، بلکه نوره وده یې هم وکړه. تر ټولو مهمه دا چې له سیمه ایزو کلتوري فعالانو سره د برابر موقف پر بسټ همکارۍ وده وکړه. سربېره پردې، یوه خپلواکه کلتوري ټولنه رامنځته شوه او د کلتوري جاپېریال پر یوې برخې او په پاېله کې پر یوه نوي مشارکت بدله شوه. له دې سره نوي موضوعات، مفکورې او تنوعات هم رامنځته شول. د هېواد کلتوري چاپېریال په تدریجي توگه وغوړېدو، لا نور هم رنگین او بریالی شو.

تاسو له ۲۰۱۵ تر ۲۰۱۹ کال پورې په کابل کې د گویته انستیتوت د ریاست دنده پر غاړه لرله. کومو فرهنگي فعالیت شخصاً تاسو ته له ټولو ښه احساس درکړی دی؟

ټولو، ځکه چې ټول فعالیتونه مې د زړه له کومې ترسره کول. موږ تقریباً خپل ټول فعالیتونه له خپلو مشارکینو سره یوځای طرح او پلي کول. خو ځینې فعالیتونه زما د خپل کار نتیجه هم وه، ځکه چې ما طرح کول او تر سره کول.
د ادبیاتو ملي فستیوال او د «AfghAnimation» په نوم د انیمیشن فلمونو ښوونځی له دغو فعالیتونو څخه دوه بېلگې دي. خو هغه څه چې په رښتیا هم ډېر د پام وړ و، د کلتور په وړاندې د ډېرو ځوانانو لېوالتیا، ژمنتیا او مینه وه. په ځانگړې توگه کلتوري فعالیتونو ته د نجونو او میرمنو زیاتیدونکي لیوالتیا او له خپلو مفکورو سره په دې فعالیتونو د هغوی گډون ډېر خوشحال کړم او اغېز یې راباندې کاوه.

یو شی چې واقعاً پرې ویاړم په ملي کچه د ماشومانو د ادبیاتو د موضوع طرح کول و. د ادبیاتو څلورم فستیوال په مرکز کې د ماشومانو ادبیاتو ته ځانګړی شوی و، د لیکوالو او کلتوري ټولنو پام مو دې موضوع ته راواړاوه. همدارنگه د ماشومانو گڼ شمېر کتابونه له آلماني ژبې څخه ملي ژبو ته وژباړل او خپاره شول. موږ د ۲۰۱۰/۱۱ کلونو په لړ کې، خپل فعالیتونه شمال او د مزارشریف ښار ته هم پراخ کړل. د بېلگې په توگه مو هلته د ماشومانو د تیاتر د یوې نندارې په لړ کې د ماشومانو ژباړل شوي کتابونه وویشل. کله چې ما یوې له اتو تر لس کلنې کوچنۍ نجلۍ ته پنځه یا شپږ بیلابیل کتابونه وښودل، په بله ورځ مې ترینه وپوښتل چې آیا کتابونه یې خوښ شول، نوهغې هو راته وویل. کله مې چې له هغې وپوښتل چې آیا کوم یو یې لوستی دی، ځواب یې راکړ: «طبعاً، ټول!» زه په بشپړ ډول حک حیران او خوشحال شوم چې دا کوچني انسانان لوستلو، زده کړې، کیسو او تعلیم ته څومره لېوال دي. ‌له دې څخه ډېره خوږه خاطره لرم.

په ۲۰۲۱ کال کې قدرت ته د طالبانو له رسېدو وروسته، په افغانستان کې کلتوری فعالیتونه ډېر سخت یا هم ناشوني شوي دي. د موسیقۍ غږوونکو انځورونه په ټوله نړۍ کې خپاره شول چې خپل سازونه یې له منځه وړل. اوس مهال په هېواد کې څه کول شوني دي؟




له کلتور څخه د واکمنو ډېر سخت دریز او محدود درک د آزادو کلتوري فعالیتونو له پاره فضا تنگه کړې ده. موسیقي منع شوې ده. دا ډېرې خبرې څرگندوي. یو لږ تر لږه عمومي مقاومت شونی نه دی یا په ډېره سختۍ ترسره کېدی شي.

د دې ترڅنگ بهر ته د هنرمندانو او کلتوري فعالانو پراخ مهاجرت په هېواد کې ستره تشه رامنځته کړې ده. په هېواد کې د کلتوري ساحې وده درېدلې ده. وېلای شو چې کلتور لاهم ژوندی دی، خو اوسمهال یوازې په ایډیالوژیکي قفس کې پروت دی.

اوس د ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ د هغه وخت له کلتوري کارونو څخه څه پاتې شوي دي؟

زیات شیان، په ځانگړې توگه د خلکو په ذهن او زړونو کې. شلو کلونو یو نوی نسل رامنځته کړی دی. دا د ټولنیزې او کلتوري نوې پوهې، نړۍ ته د آزادې کتنې او په ټولنیز ژوند کې د ګډون په معنی ده. خلک نور دې ته چمتو نه دي چې د ملا له خوا جنت ته له محدودیت پرته کوپون ترلاسه کړي. هغوی اعتراض کول زده کړی دی او دا دقیقاً هغه څه دي چې په راتلونکې کې به مهم وي.

د تاسو په آند به په افغانستان او جلاوطنۍ کې د هنرمندانو وضعیت څرنگه ښه شي او څرنگه ښه کېدی شي؟

ښه فرصتونه موجود دي! په ټوله اروپا او په آلمان کې زیات شمېر پروگرامونه او فعالیتونه شته چې په جلاوطنۍ کې د نوو هنرمندانو له خوا د فرهنگي آثارو د جوړولو له پاره د تشې د ډکولو په موخه هڅه کوي، د بېلگې په توگه د هنرمندانو له پاره د Martin Roth-Intiative پروژې تحصیلي بورسونو پروگرام. دا د کلتور په برخه کې د لومړیو خنډونو د له منځه وړلو، آزماېښت او د لارې پېدا کولو له پاره یو یوموټی پروگرام دی.

گویته انستیتوت په جلاوطنۍ کې پروژه د هغو هنرمندانو کلتوري فعالیت له پاره یوه ژوندۍ بېلگه ده چې کولی شي خپل ځان او مهارتونه د یوه آزاد ستېج پر سر وښیي. دا په عېن وخت کې له ټولنې سره د تعامل او د شبکو جوړونې له پاره یو پلتفورم هم دی.

او دقیقاً همدا شبکه جوړونه به په راتلونکې کې ارزښتناکه وي، یعنې د هغې د طراحۍ، کارونې او ودې بڼه. هنرمندان خپل غږ اوچتوي، خپل کلتور راژوندی کوي او هیله مندي رامنځته کوي. هیله مند یم چې دا حقیقت پر افغانستان د حاکمې وېروونکې ایدیالوژۍ او په نړۍ کې د افغانستان د زیاتیدونکې هېرېدو په وړاندې د مقاومت یو خوځښت رامنځته کړي.

د افغانستان هنرمندان به د یوې اوږدې مودې له پاره سیاسي او ټولنیز ملاتړ ته اړ وي.

دا مرکه په تحریري توگه ترسره شوه. پوښتنې یولیا هولڅ، د گویته انستیتوت په جلاوطنۍ کې کارکوونکې طرح کړې.
 
 

برداشتونه

  • پدلته لیکوالان هر یو : پاکیزه ارزو،شیما غفوري، حمیرا قادري، نیلوفر لنګر او محمود جعفري ښځه او ادبیاتو باندې بحث کوي. Masoud Hotak © Goethe-Institut
    په کابل کې گویته انستیتوت، په ځانگړې توگه په ۲۰۱۳ کال کې د ادبیاتو د اووم فستیوال په لړ کې له ټولو د مخه د ښځینه لیکوالو له اوسنیو ادبیاتو څخه ملاتړ وکړ. پاکیزه آرزو، شیما غفوري، حمیرا قادري، نیلوفر لنگر او محمود جعفري په فستیوال کې په ادبیاتو کې د ښځو د موضوع په اړه خبرې وکړې.
  • . شاعر او لیکوال علم گل سحر د خپل اثر یوه برخه ولوستله چې پر ادبیاتو د جگړې اغېز څېړي.  Masoud Hotak © Goethe-Institut
    په ۲۰۱۴ کال کې د اوسنیو ادبیاتو اتم فستیوال ترسره شو. شاعر او لیکوال علم گل سحر د خپل اثر یوه برخه ولوستله چې پر ادبیاتو د جگړې اغېز څېړي.
  • پر څو مېزونو باندې افغاني اوسنیو آثارو ته کتنه کېدای شوه. حمیده ځلا او شاعرې پروین ملال هم دا آثار تر نظر تیر کړل. Masoud Hotak © Goethe-Institut
    پر څو مېزونو باندې افغاني اوسنیو آثارو ته کتنه کېدای شوه. حمیده ځلا او شاعرې پروین ملال هم دا آثار تر نظر تیر کړل.
  • د کاریکاتورونو له نندارتون څخه انځور Masoud Hotak © Goethe-Institut
    د ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ، د دیموکراتیک کېدو په دوره کې، په هېواد کې د بیان آزادي هم شونې شوه. په ۲۰۱۴ کال کې په کابل کې د اوسنیو کاریکاتورونو یو نندارتون جوړ شو.
  • هنرمنده شمسیه حسني پر یوه دېوال رسم کوي. Masoud Hotak © Goethe-Institut
    ځوانې هنرمندې شمسیه حسني له چاودنې څخه پر محافظتي دیوالونو رسامي وکړه، چې گویته انستیتوت ته په لار کې ولاړ وو. شمسیه حسني وروسته د لومړۍ افغانې گرافیستي هنرمندې په توگه مشهوره شوه.
  • د ستیج پر سر سازغږوونکي Masoud Hotak © Goethe-Institut
    د افغانستان د دودیزې موسیقۍ ډلو، لکه د هېواد په جنوب کې د هلمند له ولایت څخه یوې ډلې، هم په گویته انستیتوت کې د افغانستان ځانگړي سازونه، تبله او رباب، غږول.
  • د آلماني ژبې ښوونکي او د گویته انستیتوت کابل کارکوونکي د تکمیلي تعلیماتو په یوه کورس کې Masoud Hotak © Goethe-Institut
    په کابل کې گویته انستیتوت د ژبې په برخه کې هم فعالیت درلود، دلته د آلماني ژبې د ښوونکو له پاره د تکمیلي زده کړو په یوه کورس کې.
  • ماشومان د کتابونو د یوه میز خوا ته منډې وهي Masoud Hotak © Goethe-Institut
    د ماشومانو له پاره کتابونه وړیا دی؟ هیڅ څوک نه غواړي چې دا موقع له لاسه ورکړي! له ماشومانو څخه د شېبې انځور، په کابل کې د ماشومانو ادبیاتو په فستیوال کې، د ماشومانو یوه ډله په اغېزمنه توگه څرګندوي، چې منډې وهي.
  • په یوه خیمه کې ماشومان او کیسه ویونکې Masoud Hotak © Goethe-Institut
    لوبغاړو په دې فستیوال کې د ماشومانو کیسې وکړې.
  • ماشومان د کتابونو د یوه میز مخې ته Masoud Hotak © Goethe-Institut
    د کتابونو پر میز په پښتو او دري ژبو د ماشومانو لپاره د آلماني کتابونو نوي ژباړل شوې نسخې پرتې وې.
  • د دریځ پر سر یوه لوبغاړې او دوه لوبغاړي Masoud Hotak © Goethe-Institut
    د ستېج پر سر لوبغاړي
  • زده کوونکي ډله ډله د میز تر شا ناست دي او په گډه توگه زده کړه کوي Masoud Hotak © Goethe-Institut
    گویته انستیتوت کابل په مجموعي توگه له پنځو ‌PASCH- ښونځیو سره همکاري لرله. د آلمان له پاره د علاقې او لیوالتیا رامنځته کول، د آلماني ژبې زده کړې ته د ځوانانو هڅول او په ټوله نړۍ کې د ښوونځیو د یوې شبکې جوړول د PASCH نوښت موخې دي. PASCH د «ښوونځي: د راتلونکي لپاره ګډونوال» لپاره مخفف دی.
  • د دریځ پر سر لوبغاړي Masoud Hotak © Goethe-Institut
    د تیاتر په فستیوال کې د تیاتر یوې ډلې د فساد پر موضوع یوه تمثیلي ټوټه نندارې ته وړاندې کړه. د دې تمثیلي ټوټې موضوع د نورو تر څنگ له فساد سره مبارزه وه.
  • د ستیج پر سر لوبغاړي Masoud Hotak © Goethe-Institut
    گویته انستیتوت د نانځکو تیاتر له هنر څخه هم، په ځانگړې توگه د ارنست بوش له اکادمۍ سره په همکارۍ، ملاتړ کولو. نصیر فرملي، هومان ویسا [د اشخاصو نومونه] «د هغه زمري کیسه چې لوستل یې نه شوای کولی» کتاب پر بنسټ، چې مارتین بالتشاېت لیکلی دی، یوه تمثیلي پارچه نندارې ته وړاندې کړه.

موږ تعقیب کړئ