Readings and Music
رسمي پرانستنه له شعر لوستلو او موسیقۍ سره
![Key Visual Afghanistan Key Visual Afghanistan](/resources/files/jpg1225/key-visual-1-formatkey-jpg-w320m.jpg)
Official Opening
د افغانستان لپاره د فرهنگي غونډې د رسمي پرانستنې په مناسبت، د افغانستان د رنگارنگو فرهنگي میراثونو پر دوو عنصرونو یعنې شعر او موسیقۍ بحث کوو. مېرمن مژگان شفا او اغلې آسیه محرابي به خپل نوي شعرونه په اصلي ژبو ولولي چې آلماني ژباړه به د لمن لیک په بڼه ورسره وي. دغه شعر لوستنه به د دودیزې افغاني موسیقۍ له ترنم سره مله وي. په دې برخه کې ځانگړې مېلمه تکړه رباب غږوونکې اغلې فضیله ثمر ده. دې د موسیقۍ د داسې آلې په غږولو کې لوی اثر شیندلی دی چې اساساً په نارینه پورې ځانگړې ده. همدرانگه استاد فریدون میازاده د طبلې په غږولو کې ورسره ملتیا کوي.
دفیستیوال د پرانیستلو په مراسمو کې ګډون یوازي له ثبت وروسته ممکن دی. د ویدیو له لارې لیږد په انګړ کي تر سره کیږي.
چلوونکې:
![Sohayla Ashgary Sohayla Ashgary © © Sohayla Ashgary Sohayla Ashgary](/resources/files/jpg1237/sohayla-ashgari_1-formatkey-jpg-w100mq.jpg)
د شعر د برخې گډونوال:
مژگان شفا په ۱۹۷۷ میلادي کې په کابل کې زېږېدلې او په ۱۹۸۵ کې له محمود هوتکي لیسې څخه فارغه شوې ده. د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال، هغه هم د نورو نجونو په شان له لوړو زدهکړو څخه محرومه شوه. هغې له خپلو خویندو سره په کور کې په پټه فارسي ادبیات ولوستل. مېرمن شفا په ۲۰۰۲ کې مجبوره شوه چې له خپل مېړه او درې کلنې لور سره وطن پرېږدي. له جنگ او وحشته تېښتې هغوی د جرمني تر اولفزبورگ ښاره پورې ورسول. اغلې شفا هلته جرمني ژبه زده کړه، د ادغام کورسونو ته ولاړه او پیداگوژیکي زدهکړې یې وکړي. په جرمني کې د ورځني ژوند د پر مخ بیولو په څنگ کې یې د خپل وطن لپاره شعر لیکل جاري وساتل. د هغې لومړی کتاب «سیب بېرنگ» په ۲۰۱۴ کې په افغانستان کې چاپ شو. شپږ کاله وروسته یې دوه نور کتابونه «اقیانوس ناآرام» او «زمانیکه آفتاب میبارد» خپاره شول. مېرمن مژگان شفا د ټولنیزې پیداگوژۍ په برخه کې د اولفزبورگ ښار په یوه لومړني ښوونځي کې کار کوي. هغه د خپل ښار د بهرنیو اتباعو د ادغام په برخه کې هم فعالیت کوي او فارسي ژبو ماشومانو ته خپله مورنۍ ژبه په رضاکار ډول تدریسوي.![Asia Mehrabi Asia Mehrabi © © Asia Mehrabi Asia Mehrabi](/resources/files/png137/2asia-mehrabi--v1-formatkey-png-w100mq.png)
موسیقی:
![Fazila Zamer Fazila Zamer © © Fazila Zamer Fazila Zamer](/resources/files/jpg1237/fazila-zamer_copyright-mitra-behpoori_klein-formatkey-jpg-w100mq.jpg)
استاد فریدون میازاده په ۱۹۷۸ میلادي کال کې د کابل په خرابات کوڅه کې په هنرمنه کورنۍ کې زېږېدلی دی. دی نامتو طبله غږوونکی دی. هغه په کم عمر کې له استاد عارف پري پیکر څخه چې د موسیقۍ تکړه استاد دی، د طبلې غږولو درس په دودیز ډول پیل کړ. میازاده چې په موسیقۍ کې ۲۳ کاله تجربه لري، هم په افغانستان او هم په نړۍ کې نامتو او محترم طبله غږوونکی دی. هغه د افغانستان د موسیقۍ په ملي انستیتوت کې د طبلې غږولو تدریس کاوه. میازاده د موسیقۍ تکړه اجرا کوونکی دی او په گڼو کنسرټونو کې یې برخه اخیستې ده. استاد میازاده چې د سفر هنرې ډلې غړی پاتې شوی دی، هنر یې ډېرو ته څرگند دی.
جزئیات
ACUD Studio
Veteranenstraße 21
10119 Berlin
ژبه: جرمنی/دری/پښتو
بیه: تکت وړیا ده، ګډون یوازې د نوم مخکني ثبت سره