نندارتون
د نه منلو وړ ماشوم

Drawing by Labina
© Simurgh Center New Delhi

په نوي ډهلي کې د سیمرغ کلتوري مرکز

Kunsthaus ACUD

د "نه منلو وړ ماشوم" نندارتون د ماشومانو انځورونه او نقاشۍ نندارې ته وړاندې کوي. دا د 9-15 کلنو ماشومانو له پاره د میاشتنيو ورکشاپونو د یوې لړۍ پایلې دي چې د سیمرغ کلتوري مرکز په هنري ورکشاپ کې ترسره کیږي. په هر ورکشاپ کې د فلم یوه ننداره او له هغه وروسته بحث او هنري فعالیت شامل دی. په دې بحثونو کې ماشومان د بېلا بېلو هېوادونو د اړوندو او په بېلابېلو سبکونو چوړ شوو فلمونو په اړه پر خپل نظر تامل کوي. له هغې وروسته، ماشومان هڅول کیږي چې خپل نظر په متنونو، انځورونو یا کولاژونو کې بیان کړي. 
 
د سیمرغ په مرکز کې له ماشومانو سره د کار کولو اصلي موخه دا ده چې له هنر سره د مخ کیدو بهیر - د لیدلو، اوریدلو، احساسولو له لارې - په ډیرو سختو شرایطو کې معنوي تغذیه چمتو کوي. هر ژوند د لوبو او ښکلا له پاره ځای ته اړتیا لري، او د ماشومانو له پاره د دې شوني کول باید په ټولنه کې د لویانو مسئولیت وي.
 
په نوي ډهلي کې د سیمرغ کلتوري مرکز

افسانوي سیمرغ مرغه د هند او افغانستان په داستانونو او افسانو کې لیدل کېږي، او د لټون، نوي کولو، خلاقیت او اړیکو سمبول بلل کیږي. د سیمرغ کلتوري مرکز دې تصوراتو ته په نوي ډهلي کې په پروژو کې ځای ورکوي او د خلاقو پروژو، کلتوري کارونو او همکاریو له پاره ځای دی. دا مرکز د افغانستان، هند او جرمني د فرهنگي فعالانو ترمنځ د هنري تبادلې او همکارۍ ملاتړ کوي. دا پروژه په عمده توگه په ډهلي کې له میشتو افغانانو ملاتړ او په ټوله نړۍ کې له مخاطبیونو سره اړیکې او بحثونو رامنځته کوي. 

جزئیات

Kunsthaus ACUD



بیه: تکت وړیا دی