نندارتون
ننداره « افغان پنک راک څه شی ده؟ د لیدی لیبرټی پریس او کتابتون لخوا

What's Afghan Punk Rock, anyway?
© ggggrimes

له ارمغان طاهري سره

Kunsthaus ACUD

د افغان پنک مجله د پیوستون، بدلون، ټولني او انقلاب انتقادي چلند لپاره په خپلواکه توګه د هنر او ادبیاتو مجله ده. دا مجله په ۲۰۱۸ کال کی د برلین په ویدینګ ناحیه کی په یوه ټولنیزه خونه کی تاسیس شوه، چي موخه یي د هنر او آزادي چلند ته وده ورکول دي، یعنی د لویدیځ لید او تقلید څخه بهر سیاست او تګلاره. د «فیم پنک» بغاوت په انداز کي، دا مجله د ټولنیزې پاملرنی احساس کوی، ټولنیز نورمونه او بندیزونه ماتوی او د زیان مننی او تخیل لپاره ځای رامینځته کوي. په درو مسئلو کي د افغان او نورو نړیوالو آزادي غوښتونکو مبارزو موضوعات لکه غم، مینه او راتلونکی  ادغامیږی او یو ځای وړاندي کیږي.
 

Armeghan Taheri © Kareem Barry © Armeghan Taheri Armeghan Taheri Kareem Barry © Armeghan Taheri
ارمغان طاهری (آکا ربین هو) یوه لیکواله، هنرمنده او مؤلفه ده. هغه د «افغان پنک» بنسټ ایښودونکی ده - په برلین کی د څو ژبو ټولنی مجلی، چي د آزادي مبارزه تخلیقي کیسي ویلو له لاری یو ځای کړې ده. په خپل هنری تمرین کي هغه د ژبی، هنر او سیاست  حدودو ماتولو لپاره کار کوي. هغه اوس مهال د  «شتیفتونګ کونستلردورف شوپینګن» بورس لرونکی په توګه لیکنه کوي. ارمغان په جلاوطني کي د ګویته انستیتوت لپاره د څارنی ټیم برخه ده، چي په افغانستان تمرکز کوي.
 













Nina Prader, Lady Liberty Library  © Malte Spindler © Lady Liberty Library Nina Prader, Lady Liberty Library Malte Spindler © Lady Liberty Library
نینا پرادر
(لیډی لیبرټی پریس او کتابتون) یوه هنرمنده، لیکواله او کیوریټره ده. هغه د لیدی لیبرټی کتابتون مشره ده ، د خپلواکو خپرونو د سرچینو مرکز، چي په برلین کي د هنر په خونه کي مؤقعیت لري. د هغي کار په ټولنه کي په خپلواکي او ټولنیز عدالت، تعلیم او هنر تمرکز لري. د هغي په خپرونو کی د لیلیت او جودیت ورک شوی کتاب، ریسلرونه او د انتر سیکشنل یادګار کلب ریسوګراف ریډر شامل دي. هغه د تکثیریت عامه خبرو اترو لپاره د ائتلاف غړې ده او د هامبورګ د انډیګون - خپلواکه خپرونو فیستیوال همکاره ده.

جزئیات

Kunsthaus ACUD



بیه: تکت وړیا دی


د Lady Liberty کتابتون د ننوتلو محوطې د تېرېدو ځای ښې خوا ته پروت دی.