ورکشاپ
د ماشومانو پروگرام: د کاغذي تیاتر ورکشاپ

Key Visual Afghanistan
© Goethe-Institut im Exil

د شېرخان احمدزی و محمد کریم اسیر

ACUD Theater

شیرخان احمدزی او محمد کریم اسیر به د یکشنبې ورځ له ماشومانو سره پر ورکشاپونو او لوبو تیره کړي. له ماشومانو سره په یوه ورکشاپ کې، د کاغذي تیاتر له پاره څېرې جوړېږي او بیا د ACUD تیاتر پر سټیج لنډې صحنې ښودل کیږي. له هغه وروسته ماشومان د سرکس په ورکشاپ کې ژانگولر بازي زده کوي او په گډه توگه د افغان ماشومانو لوبې ترسره کېږي. که هوا ښه وه، د سرکس ورکشاپ به د هنر کور (Kunsthaus ACUD) مخې ته په Weinbergspark پارک کې ترسره شي.

شېرخان احمدزی په 1981 کال د افغانستان په کندز کې زېږېدلی دی. نوموړي له کابل پوهنتون څخه د ژورنالیزم په برخه کې د لیسانس سند تر لاسه کړی دی. شېرخان د ماشومانو په سرکس کې د ډېرو کلونو مسلکي تجربه لري او په آرزو تلویزیون کې د تا خانه بالا خانه په نوم د ماشومانو یوې خپرونې لیکوال، پروډیوسر او وړاندې کوونکی و. هغه د نی - د افغانستان آزادو رسنیو ملاتړ کوونکی – له خوا د ماشومانو تلویزیوني خپرونې د غوره پروډیوسر او وړاندې کوونکي جایزه وگټله.


محمد کریم اسیر (د زېږېدنې کال 1994) د افغانستان یو لوبغاړی او د نانځکو گډوونکی دی. ډیری خلک هغه د افغانستان د چارلي چاپلین په نوم پیژني. اسیر د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځي د تیاتر له څانگې څخه لیسانس او په نمایشي هنرونو کې ماسټري لري. هغه غوښتل چې د تیاتر د زده کړو له لارې په افغانستان کې له ټولنیزو ستونزو سره مقابله وکړي. له همدې امله یې خپل کار د چارلي چاپلین تقلید کوونکي په توگه په عمومي او خصوصي ځایونو، د هغو په ډله کې د کابل په واټونو، عمومي پارکونو، شخصي مېلمستیاوو، خیریه پروگرامونو او په یوه یتیم خانه کې پېل کړو. کله چې هغه د 2021 کال د جولای په میاشت د طالبانو له خوا د خپلو فعالیتونو په اړه یوه تهدیدنامه ترلاسه کړه او له هغې وروسته چې طالبان د 2021 کال د اگست په میاشت قدرت ته ورسېدل، جرمني ته وتښتېد او اوس په بوخم کې ژوند کوي.

جزئیات

ACUD Theater

Veteranenstraße 21
10119 Berlin

ژبه: جرمنی/ دری/ پښتو/ انګلیسي
بیه: Entrance is free, the workshops and kid's programme is with registration: im-exil@goethe.de