لوستل او موسیقي
مشاعره

Moschaere
© Goethe-Institut e.V.

د سیمرغ فرهنگي مرکز په همکاري

ACUD Studio

مشاعره

مشاعره د ادبیاتو یوه ځانگړې طریقه ده: مشاعره په افغانستان کې یو کلتوري دود دی چې شاعران پکې راټولیږي او په وار وار خپل  
شعرونه لولي. په مشاعره کې د بیان ځواک، غږ، آهنگ او زیر او بم او همدارنگه د انفرادي لوستلو بڼه د شعر د دکلمې مهم عناصر دي. اکثراً افغاني سازونه لکه رباب، توله یا تبله له مشاعرې سره غبرگ غږول کېږی.  
 
مشاعرې د ادب او په ځانگړې توگه د شعر په وده او پرمختگ کې مهم رول لوبولی دی  پخوا یوازې په شاهي دربارونو کې ترسره کېده، خو په 20 مه پېړۍ کې دغه دود بدل شو. له هغه وروسته چې په تېرو شلو کلونو کې کلتوري پروگرامونه ورځ په ورځ ډېر شول، د افغانستان په ډېرو ښارونو کې هره جمعه د مشاعرې غونډې جوړېدلې. په کابل کې گویته انستیتوت هم د شعر محفلونه جوړول او د هیواد د بیلابیلو ژبو او سیمو شاعران یې راغونډول. 
 
په جلاوطنۍ کې شاعرانو دې مهم دود ته دوام ورکړ. په دې فستیوال کې د مشاعرې ځانگړتیا دا ده چې په ژوندۍ بڼه خپرېږي. دا کار په نوي ډهلي کې د سیمرغ کلتوري مرکز په همکارۍ ترسره کیږي چې په دې توگه په برلین او نوي ډهلي کې افغان شاعران سره نښلوي. 


چلوونکې:

Sohayla Ashgary © © Sohayla Ashgary Sohayla Ashgary © Sohayla Ashgary
سهیلا اصغري






میلمانه:

Alam Gul Sahar © © Alam Gul Sahar Alam Gul Sahar © Alam Gul Sahar
علم گل سحر یو شاعر، لیکوال او ژورنالیست دی. نوموړی په 1963 کال کې د افغانستان په پکتیا ولایت کې زېږېدلی دی. هغه خپلې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې بشپړې کړي دي. نوموړي د افغانستان په بېلابېلو دولتي ادارو کې  او همدارنگه د بي بي سي، آزادي راډیو او لمر ټلویزیون له پاره کار کړی دی. په دې وروستیو کې یې په جرمني کې د افغانستان په سفارت کې د کلتوري آتشه په توگه کار کاوه. علم گل سحر د شعر، کیسو، فولکلور، د ماشومانو او تنکيو ځوانانو د ادبياتو او تاريخ په برخو کې 28 کتابونه ليکلي، چې 22 يې چاپ شوي دي. 
 
Naeema Ghani © © Naeema Ghani Naeema Ghani © Naeema Ghani
نعیمه غني یوه لیکواله، ټولنیزه فعاله، ښوونکې او د رسنیو د تحریر هیئت مشره ده، چې ډېر کلونه یې ښوونځي ته د تگ اجازه نه لرله. نوموړې د لوړو زده کړو له پاره کابل ته لاړه او په 2009 کال کې یې د ښځو او نجونو د حقونو له پاره مبارزه پیل کړه. نغمه غني له کورنیو او ټولنیزو شخړو سره سره له خپل هوډه شاته نه شوه. نوموړې د "ميرمن کلتوري ـ ټولنیز بهير" په نامه د پښتني مېرمنو لومړۍ ادبي کړۍ غړې شوه، هغې د ښځو حقوقو له پاره کار او لیکنې کولې، په ليکنو کې يې د ځوانو پښتنو نجونو ملاتړ کاوه. نعیمه غني د بي بي سي، King’s College او سرخط له پاره مقالې لیکلې دي. هغې د ماشومانو له پاره خپل 17 کتابونه خپاره کړي، تر 50 زيات کتابونه يې د ماشومانو لپاره ژباړلي او "د افغانستان د ماشوم ادبياتو ملي بنسټ" يې تأسیس کړى دی، چې په افغانستان کې د ماشومانو د ادبياتو او ښوونيزو حقونو له پاره کار کوي. هغې د افغانستان له حکومت او موسسو څخه د خپلو فعیالیتونو له امله جایزې ترلاسه کړې دي.
 
Mariam Meetra © © Mariam Meetra Mariam Meetra © Mariam Meetra
مریم میترا یوه شاعره او لیکواله ده. نوموړی په 1992 کال کې د افغانستان په بغلان کې زېږېدلی او اوس په برلین کې ژوند کوي. میترا په کابل کې د ژورنالیزم او عامه اړیکو لوړې زده کړې کړي دي او د برلین له هومبولت پوهنتون څخه یې د ټولنیزو علومو په څانګه کې ماستري ترلاسه کړې ده. هغه اوس مهال د لاېپزیگ په پوهنتون کې د علمي کارمندې په توگه کار کوي او د دویچه ویلې او  د بن په ښار کې د بېتهوفن فستیوال ادبي کوراتوره ده. دا لیکواله او د ښځو د حقونو فعاله د افغان قلم ټولنې غړې ده. د نورو تر څنګ یې په آلماني ژبه مطالب د «die horen» په مجله کې خپاره کړي دي. "ما د باد غضب لیدلی دی - Ich habe den Zorn des Wendes gesehen" په آلماني ژبه د هغې د اشعارو لومړۍ ټولګه ده. 
 
Abdul Wahab Mojeer © © Abdul Wahab Mojeer Abdul Wahab Mojeer © Abdul Wahab Mojeer
عبدالوهاب مجیر شاعر، کیسه لیکونکی، طنز لیکونکی او ترانه جوړونکی دی. هغه په 1975 کال کې د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې زېږېدلی دی.  پر افغانستان  د طالبانو تر ولکې مخکې یې د بلخ ولايت په اداره کې کار کاوه او د 2021 کال د اکتوبر په 25 مه آلمان ته راغی. لوړې زده کړې یې د بلخ پوهنتون د ادبياتو په څانګه کې بشپړې کړې دي. له هغه وخت راهیسې د شعر او ترانه سازۍ په برخو کې فعال پاتې شوی او د افغانستان په گڼو پروگرامونو او فستیوالونو کې یې گډون کړی دی. مجیر د شعر، ادب، موسیقۍ او ادبي نقد په برخو کې 24 کتابونه خپاره کړي دي. د سندرغاړو له پاره یې له سلو څخه زیاتې سندرې جوړې کړې دي. مجیر د مدني ټولنو او هنري فعال هم دی او اوس په بن ښار کې ژوند کوي.   

Sayeed Mohammad Reza Parwan was born in 1963 in Kabul, in         

  © © Sayeed Mohammad Reza Parwan Sayeed Mohammad Reza Parwan © Sayeed Mohammad Reza Parwan
Jamal Mina, Karte Sakhi. He went to Mahmud Tarzi High School and then graduated from law school. He was the national bus commander in Ghazni province
before immigrating to India in August 2018.

Shafiqa Ahmadi Maryam is 24 years old, a refugee,
  © © Shafiqa Ahmadi Maryam Shafiqa Ahmadi Maryam © Shafiqa Ahmadi Maryam

and a writer and a poet. Even during her very early years, Shafiqa was the narrator of bitter and sweet stories from the streets of Kabul. She dreamt and had written a thousand dreams of her generation. She now writes for her happiness, and for the happiness of people around her. She writes about everything in a day full of life and motion - from observing a girl in the metro every morning, to a cup of coffee - in the big city of Delhi. She writes neither to the future or the past, but to the present.

Music:

Asia Mehrabi © © Asia Mehrabi Asia Mehrabi © Asia Mehrabi
Asia Mehrabi (vocals) wrote poems and articles about Afghan literature and society after graduating from high school in Kabul. She moved to Cologne in November 2000. Since 2012, Mehrabi has participated in Afghan literary and cultural events in Germany and other European countries. Since 2018, she has been singing the poems of Afghan women. In Cologne, she attended school again and after graduating from school in 2009, she worked at various social institutions with children and young people in need of inclusion. She currently works at the Graf Recke Foundation.

  © © Asad Qasmi Asad Qasmi © Asad Qasmi
Asad Qasmi is an Afghan singer and rabab player. He has been
 playing the rabab for 13 years, having learnt it from two prominent ustads in Afghanistan. He and his brother, Rohullah, who usually accompanies him on the table, have been living in India for almost seven years.

جزئیات

ACUD Studio

Veteranenstraße 21
10119 Berlin

ژبه: جرمنی/ دری/ پښتو
بیه: تکت وړیا دی