آلمانی- افغان سندرغاړې مشعل اندړ په اته کلنۍ کي د موسیقی هنر ته مخه کړه. هغي له ماشومتوبه له موسیقی سره ډیره مینه درلوده او د افغان او هندی هنرمندانو له نامتو سندرو څخه یې الهام واخیست. له هندي کمپوزر او سیتار غږونکی ګاوراو مازومدار او سندرغاړی او نڅاګرې جیوتیکا پاوست څخه یې د سندرو زده کړې ترلاسه کړی. مشعل په پنځو ژبو پښتو، دری، اردو، هندی او پنجابی سندرې وایي او په ټوله اروپا کي په ځانګړو غونډو کي کنسرتونه ترسره کوي.