د گرد مېز بحث
۲۰۰۱ - ۲۰۲۱ کلونه او د فرهنګ نقش او بین المللی کارونه د فرهنګ په برخه کی

Key Visual Afghanistan
© Goethe-Institut im Exil

ACUD Studio

په افغانستان کی ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کلونو د متحده ایالاتو او د ناتو شرکانو د نظامی حضور مشخص شوی. د دی مداخلی په جریان کی د دیموکراسی پروسی پیل شوی.  په دغه وخت دیموکراسی کیدلو پروسه  پیل شوه. کلتور په دی کی مرکزی رول ولوبولو. ۱۳ کاسل دوکیومنتا (۲۰۱۲) سره په څنګ قائره او کابل کی هم دا واقع شوله، چه د امید نښانه په هغه وخت کی د افغانستان لا ثبات ته ډیره وه.، دا امید افغانستان کی له نا امیدی سره مخامخ شوو.  نن له هغه ۱۳ دوکیومنتا یا سند کوم شی پاتی شوی ده او د فرهنګ ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کال فرهنګی ملاتړ څه نقش ولوبولو. هنرمند امان مجددی په دی خبره نیوکه کوی، چه هغه مهال نړیوالو کلتوری مرستو د هنری صحنی ته لاره هواره کړه، دا کار په افغانستان کی د یوه داسی انګیرل شوی وضعیت د وړاندی کولو لپاره وه، چه نړیواله ځواکونو د وتلو د توجیه لپاره ئی بدیل هنری بڼی لکه کوڅی جوړی کړی. هنر یا هپ هاپ واقعا یوازی د نړیوالو مرستو په مرسته رامینځته کیږی؟ ډیری هنرمندان چه د ۲۰۰۱ - ۲۰۲۱ کلونو تر منځ ئی د نړیوالو کلتوری موسسو سره کار کړی اوس د ورک شوی احساس احساس کوی. کلتور واقعا څومره مقاومت کولی شی؟ آیا په افغانستان کی فرهنګ د سیاست په رحم کی وه او آیا رښتیا هم له منځه تللی؟ د جنسیت تنوع په هغه وخت کی په نړیواله کلتوری سیاست کی څه نقش لرلو؟

مدیریت: 

Saeed Shinwari  © © TOLOnews TV Noor Saeed Shinwari © TOLOnews TV
نور سعید شینواری (۱۹۸۹ کال کی زیږیدلی) کابل پوهنتون کی کلتور او ادبیاتو علومو زده کړه وکړه. په دی وروستیو کی، هغه په افغانستان کی د طلوع نیوز د سیاسی خبرو اترو «تودی خبری» نیوز ایډیټر، کوربه او اجرایوی پرودیوسر وه.


میلمانه: 

Norbert Spitz © © Mohamad Alzabadi Norbert Spitz © Mohamad Alzabadi
نوربرت شپیتس (په ۱۹۵۳ کال کی زیږیدلی) د ټولنپوهنی او ښوونکی او روزنی په ټولنپوهنه کی د زده کړی په تمرکز سره مطالعه کړی، وروسته ئی دوکتورا تر لاسه کړه. هغه وروسته د موسیقی علومو او نړیوالو زده کړه وکړه. له ۱۹۸۷ کال څخه راهیسی هغه په خرطوم، مونټریال کابل ،بیروت، بنکاک جوهانسبورګ، هامبورګ او امان کی کار کړی ده. د ۲۰۲۱ کال سپتمبر څخه د ۲۰۲۳ کال می میاشتی پوری ده د ګویته انستیتوت په استازیتوب د افغانستان ګویته انستیوت په بودیجه افغانستان محلی کارګران او کارمندانو په مسائلو کی بوخت وه.

 


Rahraw Omarzad  © © Manizha Omarzad Rahraw Omarzad © Manizha Omarzad

رهرو عمرزاده (په ۱۹۶۴ کال زیږدیدلی) د ۲۰۰۰ لسیزی له لومړیو راهیسی د افغان کلتوری صحنی یو مرکزی څیره ده. نوموړی د یوه هنرمند او په افغانستان کی د روسیی د یرغل د مخالفت له کبله له ۱۹۸۲ کال راهیسی څو ځلی زندانی شو. هغه د څو مجلو په خپرولو کی دخیل دی او د هنر مجلی «غنایم های هنر» (۱۹۹۸) بنسټ ایښودونکی او مدیر وه. په ۲۰۰۴ کال کی هغه د افغانستان د معاصر هنر لپاره مرکز او په ۲۰۰۶ کال کی په افغانستان کی د ښځو هنر مرکز تاسیس کړ. وروسته له هغه چه طالبان د ۲۰۲۱ کال د آګست میاشتی په ۱۵ نیټه بیرته راستانه شول، هغه لمړی تورین او بیا فرانکفورت ته وتښتید. د رهرو عمرزاد ویډیویی کارونه په ټوله نړی کی ننداری ته وړاندی شوی دی، په شمول د کاسل د ۱۳  داکومینتا کی.

 
امید شریفي یو هنرمند، د Wartists او ArtLords رییس او عامل مدیر او د هارورډ پوهنتون سکالرشپ لرونکی دی. امید شریفي د CIVICUS د رئیسه هیئت غړی او د اتلانتیک شورا د زریزې رهبرۍ پروگرام (Millennium Leadership Program) د رئیسه هیئت غړی او فارغ التحصیل او د نړیوال پلورالیزم جاېزې (Global Ploralism Award) گټونکی دی.
 




ملالی ذکریا په کابل کی زیږیدلی ده، خو په ماشومتوب کی له خپلی کورنی سره فرانسی ته ولاړه او هلته ئی هم زده کړی وکړی. هغی په ۲۰۰۱ کال کی په فرانسه کی د افغان ځوانانو د ملاتړ لپاره یوه نا دولتی مؤسسه تاسیس کړه. په ۲۰۰۵ کال کی د محرومو ښځو او ماشومانو ملاتړ په موخه کابل ته ولاړه. هغه د فرانسوی ژبی معلم په صفت کار وکړ او دوه مستنده فلمونو لارښوونه ئی وکړه. په ۲۰۱۵ کال د افغانی فلم «آرمان شهر» (ډایرکټر: حسن ناظر) چمتو او اداکاری ئی په کی وکړه. ملالی ذکریا د دهلی په بین المللی فیستیوال (۲۰۱۶)  او د مراکش په فلم فیستوال (۲۰۱۸) د جیوری هئیت غړی وه. آخری ځل هغی د «ګټونکی» فلم (۲۰۲۲ کال د حسن ناظر په لارښود) کمری مخ ته ولاړه شوه.


Wazhma Tokhi © © Wazhma Tokhi Wazhma Tokhi © Wazhma Tokhi
وژمه توخی د بشری حقوقو یوه افغانه فعاله ده، چه په افغانستان کی د ښځو پر پیاوړتیا او ښوونی او روزنی ځانګری تمرکز لری. توخی د زابل له ولایت څخه راځی، چه یو جنګ ځپلی ولایت دی. هغی د ملالی د لوړو زده کړو په انستیتوت کی د حقوقو او سیاسی علومو زده کړی کړی او د ډیرو کلونو لپاره ئی په بیلا بیلو نړیوالو او ملی نادولتی موسسو کی کار کړی، چه امریکا متحده ایالاتو مرستندوی صندوق، افغان حکومت او نړیوالو سفارتونو لخوا تمویل کیږی. نوموړی د افغانستان د ځوانانو د پارلمان افتخاری غړی وه، چه د ښځو اندیښنو او ستونزو ته رسیدنه کوی. توخی په بیلابیلو برخو کی د حقوقی سلاکاری، روزونکی، مخابراتو مسئوله او د ښځو لپاره د ځانګړو پروګرامونو د همغږی کوونکی په توګه کار کړی
 

جزئیات

ACUD Studio

Veteranenstraße 21
10119 Berlin

ژبه: دری/ انګلیسي
بیه: تکت وړیا دی