د فلم ننداره او د هغه په اړه خبرې اترې منع شوي څرخونه

The Forbidden Reel © Ariel Nasr

شنبه, 01.07.2023

5:00 PM

ACUDkino

ډاېرکټر: آریل نصر

کانادا، 2019، 119 دقیقې، مستند فلم، ژبې: دري، انگلیسي، د فلم پر مخ له انگلیسي ژباړې سره
ډاېرکټر: آریل نصر


د شلمې پیړۍ په دویمه نیمایي کې د افغانستان ځانګړتیا ظلم او تاوتریخوالۍ وه. افغان -کانادایي فلم جوړونکي آرېل نصر په خپل فلم «منع شوي څرخونه» کې دغو تاریخي شرایطو ته د نږدې کېدو له پاره د افغانستان د سینما تاریخ لید غوره کوي. هغه د سینما له تاریخ پوهې مریم غني، فلم جوړونکو لطیف احمدي او صدیق برمک، لوبغاړې یاسمین یارمل او نورو مهمو اشخاصو سره پر ګڼو مرکو سربیره، د فلم ملي انستیتیوت، افغان فلم، له آرشیف څخه د فلم کلیپونه نندارې ته وړاندې کوي. دا په هغه وخت کې د بډای کلتور په اړه یوه اجمالي کتنه چمتو کوي، چې هېواد د هغه په لړ کې له کمونیستي رژیم څخه له روسیې سره تر جګړې او د اسلامي بنسټپالو طالبانو له خوا تر ظلمونو پورې، زیات شمېر بنسټیز بدلونونه تجربه کړي دي.
"منع شوي څرخونه" نه یوازې د هنري بیان یا د حقایقو رپوټ په توګه، بلکې پر تاریخ او کلتور د ښه پوهېدو له پاره د یوې وسیلې په توګه، د سینما د ارزښت په اړه یو اغیزمن انځور ښکاره کوي.
تریلر
د فلم په پای کې له ډایرکټر (د ډیجیټل اړیکې له لارې) او د فلم له یوې اصلي څېرې، لطیف احمدي سره (حضور لري) خبرې اترې کېږي.


Ariel Nasr © Kiana Hayeri آرېل نصر 
(Quebec Atlantic Studio) کانادا فلم ملي بورډ په کیوبیک اتلانتیک سټوډیوکې ډاېرکټر او فلم جوړونکی دی. د ډایرکټر او فلم جوړونکي په توګه، د جایزې ګټونکي فلم ""منع شوي څرخونه""، له جوړولو مخکې یې د "چاپ انداز هلکان" (2012) په نوم یو خپلواک ډراماتیک لنډ فلم جوړ کر. دا فلم د اسکار جایزې له پاره نومول شوی و. د هغه له خوا ډاېرکټ شوي ځینې فلمونه د ""د کابل بوکسرې نجونې" (2011)، د Canadian Screen Award جایزې ګټونکي، "سهار په خېر کندهار" (2008) او اینتراکتیف مستند فلم "د کابل څېرې – Kabul Portraits" (2015) دي. د هغه د نورو کارونو په ډله کې یو د  "جومات - La Mosquée" په نوم مستند فلم دی چې د کیوبیک سیټي په جومات کې د ډزو عواقب مستند کوي. آرېل نصر، چې د کانادا، افغانستان او امریکا دولتي تابعیت لري، په مونټریال کې ژوند او کار کوي.  
 
عبداللطیف احمدي یو افغان ډاېریکټر دی چې د انجنیر لطیف احمدي په نوم هم پیژندل کیږي. هغه په افغانستان کې د آریانا فلم په نوم د فلم جوړولو لومړنی خصوصي شرکت (له توریالي شفق او جوانشیر حیدري سره) جوړ کړ او د افغان فلم، په افغانستان کې د فلم دولتي شرکت، رئیس شو. د افغان فلم رئیس په توګه یې په افغانستان کې له ډېرو وروستیو تولید شوو فلمونو، لکه "چاپ انداز هلکان"، "تور غاټول" او "پتنگ باز"، ملاتړ کړی او د نړۍ ګڼو لیدونکو ته یې د افغان سینما د ورپېژندلو له پاره د نړۍ چارچاپېر سفر کړی دی. 
 

بیرته شاته