د لنډو فلمونو پروگرام Khirkee Stories

Khirkee Stories © Simurgh Center New Delhi

شنبه, 01.07.2023 –
۱شنبه, 02.07.2023

3:00 PM – 6:00 PM

ACUDkino, Kino 2

په نوي ډهلي کې د سیمرغ کلتوري مرکز

فلم جوړونکي زمرین وحدت د 2022 کال د مارچ په میاشت کې، د ډهلي په جنوب کې د خیرکي په سیمه کې د افغان ټولنې له غړو سره یو دوه ورځنی ورکشاپ ترسره کړ. دوی څلور لنډ فلمونه جوړ کړل چې یوازې د گرځنده تلفون په مرسته جوړ شوي وو. دا د افغان ټولنې له لید "د خیرکي کیسې"، د سړکونو او د ډهلي د اوسیدونکو انځورونه دي. 

Talk with Zamarin Wahdat
  • Khirkee Stories - A Day In My Life © Simurgh Centre New Delhi

  • Khirkee Stories - Desire Of The Blue Sky © Simurgh Centre New Delhi

  • Khirkee Stories - Kitab-e-Dill  © Simurgh Centre New Delhi

  • Khirkee Stories - Little Dreams in Khirkee © Simurgh Centre New Delhi

زما په ژوند کې یوه ورځ
directors: Mursal Muhammadi, Abdul Bari Delawery 

دوه افغان محصلین په ډهلي کې په خپله ورځنۍ لاره مزل کوي. شعر ورسره مل دی او ورځنی برداشتونه یې په ښکلا کې ډوبوی. 
 
د شنه آسمان حسرت
directors: Haries und Laila Azimi 

د عطا محمد په ژوند کې یوه ورځ، چې نانوای دی او د خیرکي په مرکز کې د افغان ټولنې له پاره د ډوډۍ چمتو کولو له پاره سخت کار کوي. 
  
د زړه کتاب
Regie: Sofia

د خیرکي په تنگو کوڅو کې یو پټ جادویی او له کتابونو ډک ځای موجود دی چې هرڅوک ورتلی شي. 
  
کوچني ارمانونه "په خیرکي کې"
Regie: Fahima 

یوولس کلنه عایشه په ډهلي کې د خپل ژوند په اړه کیسه کوي: د کوویډ - 19 قرنطین پرمهال د سختو ورځو څخه تر هغه څه پورې چې د خیرکي په اړه مینه ورسره لري او د راتلونکي له پاره د خپلو ارمانونو  او خوبونو په اړه. 


په نوي ډهلي کې د سیمرغ کلتوري مرکز  

افسانوي سیمرغ مرغه د هند او افغانستان په داستانونو او افسانو کې لیدل کېږي، او د لټون، نوي کولو، خلاقیت او اړیکو سمبول بلل کیږي. د سیمرغ کلتوري مرکز دې تصوراتو ته په نوي ډهلي کې په پروژو کې ځای ورکوي او د خلاقو پروژو، کلتوري کارونو او همکاریو له پاره ځای دی. دا مرکز د افغانستان، هند او جرمني د فرهنگي فعالانو ترمنځ د هنري تبادلې او همکارۍ ملاتړ کوي. دا پروژه په عمده توگه په ډهلي کې له میشتو افغانانو ملاتړ او په ټوله نړۍ کې له مخاطبیونو سره اړیکې او بحثونو رامنځته کوي.

بیرته شاته