د مجلس گرمول: خبرې اترې او ډي جې سیټ د اړیکو لرلو ریتمونه: « په برلین کې د افغان غږ پیاوړتیا»

Key Visual Afghanistan © Goethe-Institut im Exil

۵شنبه, 29.06.2023

6:00 PM

Refuge Worldwide

له تمن نور سره

حتی د فیستیوال له پرانیستلو مخکې به  د افغانستان په تړاو د موسیقي په باب خبری اتری وشي. ګویته انستیتوت په جلا وطني کې. «په ټوله نړۍ کې کډوال»  رادیوئی ستډیو کې افغان موسیقي پوه تمن نور ته د  خبرو اترو بلنه ورکوي، وروسته به د موسیقي نندارتون ترسره شي ، د خبرو اترو په ترڅ کې به د خپلو تجربو، له افغان کډوالو سره د کار او کابل ته د خپل غیر معمولي هنري سفر په اړه خبرې وکړي. وروسته به تمن نور د ډی جي په زړه پورې سیټ غږوي چې د هغو افغان نارینه وو د غږ نمونې سره یو ځای کوي چې په دې وروستیو کې آلمان ته تښتیدلي دي. 

  
Taman Noor © Taman Noor تمن نور په ۱۹۷۵ کال کی  په کابل کی زیږیدلی دی، د ده کورنۍ په  ۱۹۷۹ کال د شوروی اتحاد د  یرغل له کبله له افغانستان څخه تښتی ته مجبوره شوه. په شمالي المان کې بریمر هافن،  د دوی دوهم کور شو.  ده په بریمن کی د فرهنګی علومو او انګلیسی ژبی په برخه کې زده کړې وکړې، په هامبورګ او برلین کی یې ګټورې اړیکی  جوړې کړی. د بیلګی په توګه تیچمن وروڼو سره،  چې په ۲۰۱۱  کال کی د ګویته انستیتوت په پروژه کی، چې څو ورخې یې په کابل کې دوام درلود. دې کار په ۷۰ لسیزه کې د هیواد د تاریخ په اړه د ده لیدلوری بدل کړ، د کلتوري اړیکو موضوع ورته مهمه شوه. د ۲۰۱۰ کال څخه  په  برلین کې د نورو تر څنګ په پخواني کارتر فولزیګ کی  د افغانستان شپو لمانځنو له لاری  د یوې نړیوالې تنظیموونکې ډلې (سرحدي غورځنګ)  د غړي ډی جی په توګه د آلمان - افغان کلتوري پیښو کی فعالیت ته دوام ورکړ. هغه اوسمهال د کډوالو لپاره د مسلکي زده کړو د سلاکار په حیث کار کوي . کلتور او اړیکې عمومآ له نورو سره په معامله کې مرکزي رول لري. 

بیرته شاته