د تیاتر اجرا ویره او هیله

AWA Theaterensemble © AWA Theaterensemble, Frishteh Sadati

شنبه, 01.07.2023

8:00 PM

ACUD Theater

د AWA تياتر ډله یي وړاندی کوي

۹ تنکی افغان ځوانان، چي د ماشومتوب له بی پروا لوبو څخه لیرې شوي دي، د خپلو میندو او پلرونو پریکړو ته تسلیمیږی. دوی د خپل راتلونکی په اړه هیڅ انتخاب نلري. د خپل ټول ژوند څخه تر اوسه پوری، دوی کولی شی اروپا ته په لاره کی یوازی هغه څه ځان سره واخلی، چې شا  ته په کڅوړه کی ځایږي. مګر حتی په تیاره وختونو کی هم د هیلو څرکونه شته.  
 
د نڅا، شعر او تیاتر لوبغاړی خپلی کیسی بیانوی او ورو ورو په خپلو داستانونو باندی واک ترلاسه کوی. 
 
ژبه: فارسی/دری له آلمانی لمنلیکونو سره 
۵۵ دقیقی 
 
فرشته ساداتی له خوا لارښود (ډایرکټره) 
 
لوبغاړی: عاطفه ګردی، معصومه حیدری، معصومه محمدی، میثم حبیبی، محمد رضا وکیلی، محسن احمدی، ریحانه ګردی، زهرا ګردی، زهرا موسوی 
تکت
Frishteh Sadati © Frishteh Sadati فرشته ساداتی له اوو کلونو راهیسی په جرمني کي ژوند کوي. هغه له آره د افغانستان ده، هغي په خپل هیواد کی په سینما او تیاتر کی کار پیل کړ.  د کډوالي د ستونزو له امله یې په دې برخه کي زده کړو ته لاسرسی ندرلود، خو په آزاده توګه یي خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. په آلمان کی هغه ډیر وختونه سټیج ته تللی او دوه لنډ فلمونه یي هم جوړ کړي دي. د ۲۰۱۷ میلادی کال راهیسی د یوې تئاتري ډلی مشره ده. په ۲۰۱۸ میلادی کال کي هغي د سیمرغ  په نوم یوه ټولنه تاسیس کړه، چي د زده کړو او روغتیا په برخو کي مرسته یې موخه ده، تر څو  افغانستان کی ښځو او ماشومانو سره مرسته وکړي.

بیرته شاته