د فلم ننداره او د هغه په اړه خبرې اترې حوا، مرېم، عاېشه

Hava, Maryam, Ayesha © Mohamad Aqeel Payeez

۱شنبه, 02.07.2023

6:30 PM – 8:30 PM

ACUDkino

ډاېرکټره: صحرا کریمی

ډاېرکټره: صحرا کریمی
افغانستان، ۲۰۱۹، ۸۶ دقیقې
سینمایي فلم
اصلي نسخه له انگلیسي لمنلیک سره

درې افغان ښځې چې بېلابېلې ټولنیزې ریښې لري او په کابل کې ژوند کوي، په خپل ژوند کې له یوې لویې ننگونې سره مخ دي. حوا یوه دودیزه او امیندواره ښځه ده، چې هیڅوک پاملرنه نه ورته کوي او له خپل پلار او خواښې سره ژوند کوي. یوازینۍ خوښي یې په خپل ​​​​رحم کې له ماشوم سره خبرې اترې دي. مريم د تلويزيون يوه لوستې خبرياله ده، غواړي له خپل بې وفا مېړه څخه طلاق واخلي. خو متوجه کېږي چې امیندواره ده. ۱۸ کلنه عایشه د خپل تره له زوی سره واده کولو ته غاړه ږدي ځکه چې ملگري یې امیندواره کړې ده، او هغه هم پر دې خبره له پوهېدو وروسته، تري تم کېږي. هره یوه باید خپله ستونزه د لومړي ځل لپاره په خپله حل کړي.
 
 
Sahraa Karimi © Sahraa Karimi صحرا کریمي په ۱۹۸۵ کال کې زیږیدلې او په ایران کې د افغان کډوالو له دوهم نسل څخه ده. په پنځلس کلنۍ کې یې په دوو ایراني فلمونو کې رول ولوباوه او دا د دې لامل شو چې د ډایرکټرۍ په برخه کې د فلم هنر زده کړې په سلواکیا کې د دوکتورا تر کچې بشپړې کړې. د دې کلونو په لړ کې یې له ۳۰ څخه زیات سینمایي لنډ او مستند فلمونه جوړ کړل، چې ځینو یې په نړیوالو فیستیوالونو کې ډېرې جایزې وگټلې. هغه له ۱۰ کلونو او د ډېرو لنډو او مستندو فلمونو له ډاېرکټرۍ وروسته کابل ته ستنه شوه. په ​​کابل کې یې دوه مستند فلمونه جوړ کړل چې په نړیواله کچه بریالي شول او د ARTE France او بي بي سي تلویزیون له لارې خپاره شول. «حوا، مریم، عایشه» د هغې لومړنی سینمایي فلم دی، چې په بشپړه توگه له افغان ښځینه لوبغاړو سره په کابل کې جوړ شوی دی.

بیرته شاته