پوښتنې او ځوابونه
موږ له چا څخه مالي ملاتړ کوو؟
په هیواد کې دننه او بهر له افغان هنرمندانو او فرهنکیانو څخه، همدارنګه په بهر او جلاوطنې یا دیاسپورا کې میشته ټولنی او سازمانونه کولی شي د مالي ملاتړ لپاره غوښتنه وکړي. دا ملاتړ د هغو افغان هنرمندانو او کلتوري فعالانو لپاره دی چې قانونې عمر يې پوره کړي وي ۰ ځوانو او نوکاره هنرمندانو ته ښه راغلاست وایو .منفرد کسان او ډلې هم کولی شي خپل غوښتنلیکونه وړاندې کړي. د ښځینه هنرمندانو غوښتنلیکونو ته به ځانگړې پاملرنه وشي.موږ په کومو برخو کې مالي ملاتړ وړاندې کوو؟
موږ په هنري برخو کې د موسیقۍ او کیسه ویلو د پروژو مالي ملاتړ کوو. د موسیقۍ په برخه کې له دودیزو نغمو څخه تر معاصرو کمپوزونو پورې، د پروژو د پراخې لړۍ مالي ملاتړ کوو. دا ملاتړ د موسیقۍ تولید، کمپوز، د موسیقۍ نوټ لیکنې، تعلیمي فرصتونو، د موسیقۍ د دودونو څیړنې، د موسیقۍ د آرشیف ساتنې او په ډېرو نورو برخو کې ترسره کېږي. د کیسه ویلو په برخه کې د داسې پروژو مالي ملاتړ کوو، لکه شعر، ادبيات، ژباړې، د تیاتر نندارې، لنډ مستند فلمونه، عکاسي او نور هنري اجراآت.د مالي ملاتړ د ترلاسه کولو له پاره معیارونه کوم دي؟
- افغاني هویت، قانونی عمر
- د پروژې کیفیت او مفکوره
- له افغان کلتور او هنر سره د اړینو پروژو تړاو
- په پروژه کې متوازن مشارکت او هنري همکاري
- د پروژې د عملي کېدو شونتیاوې
- نوښتگر جوړښت او اصالت
- د پروژې موده باید له څلورو میاشتو زیاته نه وي
کومو سندونو ته اړتیا ده؟
- د پروژې تفصیل
- مالي پلان
- د پیژندنې اسناد
غوښتنلیک تر کومې نېټې پورې وړاندې کېدای شي؟
د پروژو د غوښتنلیک ورکولو وروستۍ نیټه د ۲۰۲۴ کال د اگست د میاشتې ۱۵ مه، د( مرکزي اروپا په وخت) د شپې ۱۱:۵۹ بجې دي غوښتنلیکونه د ۲۰۲۴ کال د جولای میاشتې له لومړۍ نېټې څخه وروسته وړاندې کیدای شي.د داورانو د هیأت پرېکړه د نوامبر د میاشتې په نیمایي کې اعلان کیږي.
آیا په پروژه کې ښکېل کسان اجازه لري چې په بیلابیلو سیمو کې ګډ کار وکړي؟
هو، موږ له هغو پروژو څخه چې په بېلابېلو ځایونو کې عملي کېږي، په ځانگړې توگه هرکلی کوو او دا شان پروژې باید په غوښتنلیک کې په صریح ډول ذکر او وښودل شي.آیا ددېجېتال پروژو په اړه هم غوښتنلیک وړاندې کېدای شي؟
هو، ددېجېتال پروژو په اړه هم غوښتنلیک وړاندې کیدای شي.آیا غوښتنلیک ورکوونکي کولی شي چې د پروژې په بهیر کې د افغانستان د کلتوري ملاتړ له صندوق څخه د مشورو غوښتنه وکړي؟
هو، د افغانستان د کلتوري ملاتړ صندوق ټولو پروژو ته په ټوله موده کې د افغانستان په رسمي ژبو، د زوم له لارې، سیمنارونه وړاندې کوي.د افغانستان د کلتوري ملاتړ صندوق په کومو مواردو کې مالي ملاتړ نه کوي؟
د سوداگریزو پروژو او د ورځنیو عملیاتي لګښتونو څخه ملاتړ نه کېږي.سربیره پردې، په شمالي کوریا، ایران، کیوبا، سوریه، وینزویلا او د اوکراین په اشغال شویو سیمو کې د پروژو تمویل ممکن نه دی. هغه پروژې چې د امریکاد متحده ایالاتو د بندیزونو لخوا اغیزمن شوي خلک په کې شامل دي هم له تمویل څخه بې برخې دي.