د افغانستان د کلتوري ملاتړ صندوق

د افغانستان دکلتوري ملاتر صندوق د افغان فرهنګیانو ملاتړ ته ژمن دی. دا فنډ د مالي سرچینو، ظرفیت لوړولو، شبکې جوړولو اوپه کلتوري ډګر کې د فرهنګیانو اړتیاوو ته ځواب وایی.

د دې صندوق  موخه د افغانستان په دننه او بهر کې د هنرمندانو ملاتړ دی، ترڅو دوی وکولای شي خپل تخلیقي کار ته دوام ورکړي، کلتوري میراثونه خوندي او ارزښتونه وساتل شي، او د هنر بیان د هر ډول ستونزو په وړاندې خوندي شي.

نور دلته

د موسیقي پروژو وړاندیزونه

موږ ټولو هغو غوښتنلیکونو ته سترګې په لار یو چې د موسیقي په برخه کې، له دودیزو سندرو څخه تر معاصرو کمپوزونو پورې، د موسیقۍ د ډولونو او سبکونو تنوع ته انعکاس ورکوي، چې په هغو کې د موسیقۍ تولیدات، کمپوزونه، د ښوونې له پاره وړاندیزونه، د موسیقۍ د دودونو څیړنه یا د موسیقۍ د آرشیفونو ساتنه شامل وي.

نور دلته

د کیسه ویلو پروژو وړاندیزونه

موږ غواړو په دی برخه ګې افغان هنرمندان وهڅوو چې له دې لارې وکولی شي د افغانانو ژوند د ډراماتیکو بدلونونو او ننگونو په وخت کې انځور  کړي.  چې د شعر، ادبیاتو، ژباړې، ډرامې، فلم، عکاسي مقالو یا مستندو فورمو او نورو له لارې ترسره کیدای شي.

نور دلته