د مالي مرستو غوښتنلیکونه

د افغانستان د کلتوري ملاتړ صندوق ته د مالي مرستو غوښتنلیک باید ساده او هرچا ته د لاسرسي وړ وي تر څو غوښتنلیکونه  پرته له کومې ستونزې  په غوره توگه وړاندې شي.

د درخواست ورکولو لپاره پروسه د  ۲۰۲۴ کال د جولای له لومړي نېټې څخه پېلېږي او فرهنگي فعالانو ته په پوره اندازه وخت ورکوي، تر څو خپل غوښتنلیکونه چمتو او وړاندې کړي د مهلت له ختمېدو وروسته د انتخاب کړنلار پېلېږي. بریالي درخواست ورکونکي به احتمالاً د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر میاشې تر پایه خبر ترلاسه کړي. 

 

اوسني غوښتنلیکونه

د موسیقۍ پروژ وړاندیزونه

افغان هنرمندان کولی شي زموږ د لومړنۍ بلنې په چوکاټ کې د پروژو له پاره وړاندیزونه وړاندې کړي، چې د افغانستان د موسیقۍ چاپېریال لویه شتمني په قدردانۍ لمانځي. موږ داسې وړاندیزونو ته سترگې په لار یو چې له دودیزو سندرو څخه تر معاصرو کمپوزونو پورې، د موسیقۍ د ډولونو او سبکونو تنوع ته انعکاس ورکوي. کیدای شي، په هغو پروژو کې چې د ملاتړ وړتیا ولري، د نورو تر څنگ د موسیقۍ تولیدات، کمپوزونه، د ښوونې له پاره وړاندیزونه، د موسیقۍ د بیلابیلو دودونو څیړنه یا د موسیقۍ د آرشیفونو ساتنه شامل وي.

موږ غواړو د نړیوالو ملاتړ کوونکو سازمانونو له خوا د ورته نوښتونو له مخې، نه یوازې د افغاني موسیقۍ میراث ساتنې له پاره پروژې، بلکې د موسیقۍ په صنعت کې نوښت او خلاقیت هم وهڅوو.

د کیسه ویلو پروژو وړاندیزونه

زموږ دویمه بلنه د کیسه وېلو پروژو پر هڅولو تمرکز کوي چې د افغان هنرمندانو پراخو تجربو او روایتونو ته انعکاس ورکوي. موږ غواړو کلتوري فعالان وهڅوو چې د بې شمیره شونتیاوو په لټه کې شي - له شعر، ادبیاتو او ژباړو څخه تر ډرامو، فلمي نندارو، انځوریزو مقالو یا مستندو بڼو پورې - وکولی شي د افغانانو ژوند د ډراماتیکو بدلونونو او ننگونو په وخت کې انځور کړي.

د افغانستان د کلتوري ملاتړ صندوق غواړي د دې پروژو له لارې افغانانو ته چې خپلې کیسې په هیواد او بهر کې بیانوي د آواز اوچتولو لارې چارې برابرې کړي او یو داسې پلتفورم ورته چمتو کړي چې د هغه له لارې خپل شخصي لید له یوه او بل سره شریک کړي. موږ په ځانگړې توگه د هغو پروژو هرکلی کوو چې د ژوند په سیمه ایزو، دودیزو یا عصري لارو چارو رڼا اچوي او په دې توگه مخاطبان د افغانستان بډای کلتوري میراث ته نږدې کوي

د افغانستان د کلتوري ملاتړ صندوق هیله مند دي  چې د کیسه وېلو د پراخو پروژو په هڅولو سره، د افغان هنرمندانو د مقاومت وړتیا او خلاقیت ته لاره هواره کړي او د افغاني ټولنې او کلتور په لا ښه پوهاوي کې مرسته وکړي.
او همدارنګه د ښځینه کلتوري فعالانو او هغو ځوانو  هنرمندانو  غوښتنلیکونه چې د خپل هنری کار په پیل کې دي  په صریح ډول ملاتړ او هڅول کیږي. موږ، برسېره پردې، په هیواد او بهر کې د هنرمندانو،  ترمنځ د همکاریو او مشارکت په گډون، د ډلو او ګډ کار له وړاندیزونو هرکلی کوو.
موږ د غوښتنلیک په پاڼو کې، د پروژو له پاره پر عمومي شرایطو سربیره، له پوښتنو او ځوابونو سره یوځای مفصل الزامات او کړنلارې او د درخواست ورکولو له پاره ځانگړې لارښوونې هم چمتو کړي دي.
د مالي مرستو تخصیص به د عامه خبرتیاوو او خپلواکو داورانو له خوا د انتخاب طرزالعمل له لارې تعین او ورکول کیږی.

 د ۲۰۲۴ کال د ټاکلو بهیر

د افغانستان کلتوري صندوق (ACF) د موسیقۍ او کیسې ویلو په برخو کې د هیواد دننه او بهر د افغان کلتوري پروژو ملاتړ کوي. د لوړ کیفیت غوښتنلیکونو انتخاب ډاډمن کولو لپاره یو غوره او شفافه د ټاکلو پروسه ترتیب  شوې. د ټاکلو بهیر به د ۲۰۲۴ کال د جولای په لومړۍ  نیټه د غوښتنلیکونو په  اعلان سره پیل شي. له دې نیټې وروسته به د غوښتنلیک فورمې د گویته انستیتوت حمایتی پورتال کی د لاسرسي وړ وي. د دې نوښت په اړه د نورو معلوماتو لاسته راوړلو او ډیری غوښتنلیکونو ترلاسه کولو لپاره، یو عامه پوهاوی او خبرتیا خپریږي. د غوښتنلیکونو لیږلو وروستۍ نیټه د ۲۰۲۴ کال د اګست ۱۵ ټاکل شوې ده.

د غوښتنلیکونو په رسیدلو سره، د ACF مدیریت ټیم ټول غوښتنلیکونه ثبتوي او اداري بیاکتنه ترسره کوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې غوښتنلیکونه د وړتیا معیارونه پوره کوي. هغه غوښتنلیکونه چې دا لومړنۍ بیاکتنه تېروي، د متخصصو داورانو یوې ډلې لخوا په دقت سره ارزول کیږي. دا ارزونه د معیارونو پر بنسټ ترسره کیږي لکه د موضوع تړاو، کیفیت، نوښت او د پروژو عملي کیدلو شونتیا وروسته بیا، ارزونې راټولې او تحلیل کیږي ترڅو د داورانو لپاره  د بحث او قضاوت لومړنی لیست چمتو شي او په وروستي انتخاب د مشورتي بورر لخوا بیاکتنه کیږي. د ارزونې پایلې به وروسته د ACF په ویب پاڼه کې اعلان شي.
له هغو کسانو سره  چې ټاکل شوي دي، اړیکه نیول کیږی تر څو قرارداد لاسلیک او لومړي تادیات تر سره شي.

د دواړو برخو لپاره  ۲۵۰ زره یورو ټاکل شوي دي ، د یوې پروژې لپاره اعظمي بودیجه لس زره  یورو ده. ACF همدارنګه د هغو وړو پروژو هرکلی کوي چې لږ بودیجه لري ترڅو د ډیرو پروژو  پراخ ملاتړ وکړي.
دا منظمه او شفافه پروسه ډاډ  څرګندوی  چې ټول غوښتنلیکونه به په عادلانه توګه کتل کیږی او یوازی غوره پروژې به ملاتړ ترلاسه کوي.

د ارزونې شرایط

تطابق/تړاو (1-5)
ارزول کیږي چې پروژه څومره د اړوندو ژانرونو سره  سمون لري۰  په اوسني افغان کلتور کې څومره اهمیت لري، په هغه کې ظرفیتونه او وړتیاوې څه ډول رول لوبوي او د نورو اړخونو لکه ټولنیزو او جنسیتي مسایلو، کلتوري میراث ساتنې او نورو هنري برخو سره څومره تړاو لري. هغه پروژې چې له داسی سیمو  چې  بنسټیز جوړښتونه یي  محدود دې،  راځي  او  هغه چې یوې موضوع ته نوی تحرک ورکوي، په ځانګړي ډول د پام وړ دي.

کیفیت (1-5)
دلته د پروژې عمومي درک، همغږي او د مسودې کیفیت ارزول کیږي. همدارنګه، هنري سطح، د ژانر برخه اخیستل او د مخکېنیو تجربو او پروژو کیفیت هم په پام کې نیول کیږي.

نوښت (1-5)
د پروژې نوښت او ځانګړتیا  ته اهمیت ورکول کیږی . نوښتګر میتودونه ، خلاقانه هنري تګلاري ، او د نسلونو او بېلابېلو برخو تر منځ مطرح موضوعات  په پام کې نیول کیږي.

د پلي کیدو امکان / اجرایي کېدل (1-5)
دا ارزول کیږي چې آیا بودجه او اجرایي پلان واضیح او د پلي کېدو وړ دي که نه.