د افغانستان لپاره یو نوی کلتوري پروګرام

په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راپدې خوا د بشر حقوقو د خرابېدونکي وضعیت له امله کلتورې حالت  هم له ډیروسختو ننگونو سره مخ دی. د دې په پاېله کې د افغانستان خلک ، کلتوري ټولنه اوپه ځانګړې توګه کلتوري فعالان ډیر زیانمن شوي دي.

زیات شمېر دا کسان جلاوطنۍ ته اړ شوي دي. هغوی چې په هیواد کې پاتې شوي دي په دوامداره توگه په خطر کې ژوند کوي او د خپلو نظرونو او هستونو په څرگندولو کې ستونزې لري.

د افغانستان د کلتوري ملاتړ صندوق په پام کې لري چې افغان هنرمندان او کلتوري فعالان، د هغوی په ډله کې په ځانگړې توگه ښځې وهڅوي او دهغوي ملاتړ وکړي. په پام کې ده چې د دې صندوق جوړېدل د یو ثبات لرونکي جوړښت په رامنځته کولو، د کلتوري ټولنې لپاره د مالي ملاتړ، ظرفیت لوړولو او  شبکو جوړونې اړتیاوو ته تر افغاني مشرتابه لاندې ځواب ووایي. دغه صندوق افغان کلتوري فعالانو ته مالي او عملي مرستې چمتو کوي، ترڅو وکولی شي خپل خلاق کار ته دوام ورکړي، د کلتوري میراث ساتنه وشي او د هنري بیان بڼي د هر ډول ستونزو په وړاندې وساتل شي.

لرلید

د افغانستان د کلتوري ملاتړ صندوق له افغان هنر او کلتور څخه د ملاتړ په موخه رامینځ ته شوي دې. موږ کلتوري فعالانو ته نه یوازې د دودونو د ساتونکو، بلکې د بدلون د فعالو غړو په توگه هم گورو چې له ټولنیز یووالي او پرمختگ سره مرسته کوي.

هنر نه یوازې د تخلیقي وسیلې په توګه بلکې د یوې واسطي په توګه هم د سولې او پخلاینې له ملې بهیر ملاتړ کوي.

په پام کې دي چې د اړیکو او تمویل فرصتونو د رامنځته کولو له لارې د داسې کلتوري تنوع له را منځته کولو سره  مرسته وکړي، چې د خلاقیت ښکارندویه وي.

دندې

د افغانستان د کلتوري ملاتړ صندوق غواړي چې په افغانستان او په بهر کې د مېشتو افغان، په ځانگړې توگه ښځینه، کلتوري فعالانو لپاره دوامدار او روڼ تمویل او د ظرفیت جوړولو فرصتونه رامنځته کړي. په پام کې نیول شوې دي چې د بېلابېلو ملاتړکوونکو په مرسته، د خپلواکو داورانو له خوا د مالي وسیلو تخصیص ورکولو یو سیستم جوړ شي. موږ غواړو له کلتوري فعالانو څخه مطلوب او د هغوی ستونزمنو حالاتو ته  په پام سره ملاتړ وکړو. د افغانستان د کلتوري ملاتړ صندوق ژمنه کوي چې خپلې دندي  به په دوامداره توگه بررسي کوي او له نویو اړتیاو سره به مطابقت ورکوي.

موخې

۱ ۰  د داسي هنري پروژو په پلي کولو کې مرسته او ملاتړ چې د افغانانو اړتیاوو او په ځانګړې توګه ښځینه، کلتوري فعالانو پر غوښتنو تمرکز لري.

۲ ۰ د داسي هنري پروژو ملاتړ چې پر ځوانو او وده کوونکو کلتوري فعالانو تمرکز لری  ۰ همدارنګه د خپل ځانې او انتقادي انعکاس لپاره د ځای رامینځته کول او د افغان هنر په ډګر کې د تبعیض او محرومیت په وړاندي ودریږي.

۳ ۰ د افغانستان د کلتوري میراثونو د ساتنې او پالنې لپاره د نوښتګرو پروژو هڅول، د الترناتیف هنر دبیان بڼه او د ژبني او کلتوري تنوع ساتل.

۴ ۰ د افغان هنرمندانو تر مینځ د ګډ کار او مشارکت او له نړیوالو شریکانو سره د همکارۍ او شبکې جوړولو او د نسلونو ترمنځ د کلتوري پوهې او مهارتونو د تبادلې لپاره د پروژو هڅول.

۵ ۰  د داسي هنري پروژو ملاتړ چې د کلتوري او ټولنیز بدلون د استازو په توګه د افغان کلتوري فعالانو  رول پیاوړي کوي او د هغوی د حقونو د غوښتلو غږ  پورته کوي.
 

زمونږ په هکله

د افغانستان د کلتوري ملاتړ صندوق (ACF) اوس مهال د «Open Society Foundations» له خوا د لومړنۍ پانگې په مرسته د جوړېدو په حال کې دی. په گویته انستیتوت کې د مدیریت یو ژمن ټیم مالي وسیلې اداره کوي او دې پړاوته لوری ورکوي، ترڅو د افغانستان د کلتوري ملاتړ صندوق تأسیس، د یوې خپلواکې ادارې په توگه تامین کړي.

پر یوه پیاوړي بنسټ د افغانستان د کلتوري ملاتړ صندوق د کار د بدلولو لپاره، د مدیریت ټیم د شونتیا سنجولو یوې څېړنې (‌LAPIS) پایلي ارزولي  دي. دا اوږدمهاله څیړنه د افغان هنري ټولنې په اړه معلومات وړاندې کوي.

د مدیریت ټیم په دریو لویو ښارونو، لندن، برلین او پاریس کې د شونتیا سنجولو څېړنې د پایلو پر بنسټ او په وروستیو کلونو کې د افغانستان په کلتوري چاپېریال کې ډراماتیکو بدلونونو ته په کتنه، ناستې ترسره کړې ترڅو د افغان دیاسپورا له غړو څخه د فرهنګې  وضعیت په اړه لومړی لاس معلومات ترلاسه کړي. برسېره پر دې، په هند، پاکستان، امریکا او کاناډا کې د افغاني هنر او کلتورې ټولنې په لیدلوري او اړتیاوو د ښه پوهیدو له پاره مشورتي غونډې ترسره شوې.

تشکیل

د مدیریت ټیم به د افغانستان د کلتوري ملاتړ صندوق له لارې د نظر او تجربو پراخو بڼو ته د انعکاس ورکولو لپاره، چې په مستقیم ډول د افغاني ټولنې له استازو څخه سرچینه نیسي، منفردو اشخاصو ته هم بلنه ورکړي چې د دې صندوق لپاره په یوه مشورتي کمیټه کې برخه واخلي. په دې کمیټه کې باید په افغانستان او  بهر کې د هنر، کلتور ، رسنیو او اقتصاد مخکښ استازي شامل وي، چې د مدیریت له ټیم سره یوځای به د افغانستان د کلتوري ملاتړ صندوق د جوړېدنې لپاره ستراتیژیکي او عملیاتي لارښوونې کوي.

مشورتي کمیټه به د صندوق لومړني نوښتونه او اقدامات په گویته انستیتوت کې د مدیریت له ټیم سره په نږدې همغږۍ رامنځته کړي. برسېره پردې به مشورتي کمیټه د مشرتابه هیات په جوړولو کې د پام وړ مرسته او د افغانستان د کلتوري ملاتړ صندوق د راتلونکي جوړښت او اوږدمهالې پراختیا څارنه او کنټرول کوي.