د گردي مېز بحث
په افغانستان او بهر کې د کلتور د تنوع او ساتنې په اړه

Key Visual Afghanistan
© Goethe-Institut im Exil

ACUD Studio

په اروپا کی ډیری خلک  د افغانی هنر او کلتور په اړه لږ یا هیڅ پوهه نه لری. مخکی له دې چي طالبان بیا واک ته ورسیږی، د امریکا او ناتو له پوځی حضور او همدا راز  د بخوانی شوروی اتحاد له یرغل مخکي  هم  ددغه هیواد د فرهنګی منظر په اړه لږ معلومات موجود و او لا هم په دې برخه کې معلومات ډیر نه دي. په ورستیو لسیزو کي، ډیر شمیر افغان فرهنګیان له خپل هیواده ووتل  د دوی مهاجرت د دې لامل شوی، چې په دې اړه د افغان مهاجرینو تر منځ هم بیلابیل نظرونه رامنځته  شي . په ۱۹۷۹ کال کې پر افغانستان د شوروی له یرغل وروسته هم زیات شمیر افغانانو جرمني ته کډوال شول له هغه را وروسته تر اوسه د افغان فرهنګیانو څو نسلونه مهاجر شوي دي. دوی ته «افغانی کلتور» څه معنی لري، آیا حتی کیدای شی، چي د یوه «واحد» افغانی کلتور خبره هم ممکنه ده؟ کډوال ځان ته په څه شان ګوری او د نورو له خوا څه ډول درک او تلقي کیږي؟  د افغانستان کلتور په هکله څه تصور شتون لري؟  فرهنګیان څنګه کولای شي، چې د خپل هیواد حالت ته د نورو پام را واړوي او په عین حال کی نه یوازی د جلاوطنو یا مهاجرینو په توګه، بلکې د هنرمندانو په توګه هم ورته وکتل شی. افغانی کلتور ته په آلمان کی د یو شان جوړښت په توګه کتل کیږي. د دی ګرد میز موخه د فرهنګ همغږی او د افغان هنر او فرهنګ په اړه د نوي لیدلوري د لارو پرانیستل دي. دا پو ښتنه به هم مطرح شی، چې هنر څنګه کولی شي، د افغانی ټولنی په اړه د قربانی له خالص روایت څخه تیر شی.  

 چلوونکی

 
Zainab Farahmand  © © Zainab Farahmand  Zainab Farahmand © Zainab Farahmand
زینب فرهمند
د افغانستان یوه آزاده خبریاله ده، چې په برلین کې د بیلابیلو ورځپاڼو او همدارنګه د ویلت او څینیت مجلو له پاره کار کوي. په افغانستان کې یې د هشت صبح ورځپاڼی د خبرونو لپاره لیکنې کولي. په ۲۰۱۶ کال کې هغي د «ښځو نړیوالی ژورنالیستی شبکی سحر صحبت»  غړیتوب تر لاسه کړ. هغه په ۲۰۱۸ کال کې د یوې نجلۍ په باره کې چې غوښتل یې هنرمنده شي، راپورتاژ خپرولو له کبله د افغانستان د لسو غوره ژورنالیستانو په توګه وټاکل شوه. نوموړې په ۲۰۱۵ کال کی د کابل پوهنتون څخه د فارسی / دری ادبیاتو او په ۲۰۱۷ کال کی دکابل  له ګوهرشاد پوهنتون څخه په سیاسی علومو کی د لیسانس سند ترلاسه کړ.  

میلمانه

Mohsen Saifi  © © Nazar Mohammadi Mohsen Saifi © Nazar Mohammadi
محسن صافی
په کابل پوهنتون کي د موسیقي کلاسیک ګیتار موسیقی په برخه کې زده کړې کړې. هغه هلته د ګیتار ښوونکې، ارکستر چلوونکی او د پروګرام مدیر په توګه کار کاوه. د موسیقی په نړۍ کې یې زده کونکو ته د موسیقی د طریقو لارښوونه او د ګیتار د فعالیت په اړه د لارښود کتابونو تر څنګ،  افغانستان  موسیقی  آلاتو د جوړولو په هکله یو اثر خپور کړ. دا کار د وایمر پوهنتون او د کابل پوهنتون ترمنځ د موسیقی د څیړنی په څانګه کی د دوه اړخیزو همکاریو یوه برخه وه. په آلمان کی د موسیقی هنر ته دوام ورکوي او په افغانستان کی د ارکستر موسیقی د څیړنی ډلی غړی دی، چې د انګلستان شیفیلد پوهنتون له خوا اداره کیږی. هغه د افغاني دودیزې سندرې پر بڼسټ د ارکستر یوه قطعه یا ټوټه جوړه کړه، چې د ۲۰۲۲ کال په جون میاشت کې  اجرا شوی ده.
 

 
Mahbuba Maqsoodi  © © Atelier Maqsoodi Mahbuba Maqsoodi © Atelier Maqsoodi
محبوبه
تجسمی هنرمنده ده، چي په افغانستان کی زیږیدلی او لویه شوی ده. د هغی پلار په هرات کی د نجونو یو ښوونځی تاسیس کړ، مور او پلار یې دواړه ډیر آزادخیاله خلک وو. خو په دودیزه ټولنه کی د پر ځان ویسا میرمنو ملاتړ چندان نه  کیږي. کله چې له اوو خویندو څخه یوه یې د اسلامی ترهګری ډلی په مرمۍ ووژل شوه، محبوبه وطن پریښودلو ته اړه شوه. د هنر په برخه کې یوه تحصیلی بورس هغه لومړی څو د کلونو د پاره روسیی ته راوسته او په پای کې یې آلمان  ته ورسوله. دلته یې سیاسی پناه واخیسته او نوی وطن یې وموند.   

Siddiq Barmak © © Stefano Spinelli  Siddiq Barmak © Stefano Spinelli
صدیق برمک
په ۱۹۶۲ کال کی په افغانستان کی زیږیدلی او ۱۹۸۷ کال کی یې په مسکو کی د فلم علومو په انستیتوت کي د ماستری سند ترلاسه کړی دی. پیل فلم یې«اسامه» (۲۰۰۳) کی په ډیرو مشهورو فیستیوالونو  کی لکه کینز، بسان او لندن کی جایزی ترلاسه کړې او د ګولدن ګلوب ایواردونه (۲۰۰۴) کي د غوره بهرنۍ ژبی فلم جایزه ترلاسه کړه. د هغه دوهم فلم «د اپیم جنګ» (۲۰۰۸) هم په ډیرو فیستیوالونو (روم او پریشتینا ) کي د غوره فلم جایزه وګټله. د برمک نور فعالیتونو په افغانستان کی د فلم تدریس یادولی شو. برمک اوس په فرانسه کي ژوند کوي او په خپل راتلونکي فلم کار کوي.
 
Shamayel Shalizi  © © Astra Pentaxia Shamayel Shalizi © Astra Pentaxia
شمیل شالیزۍ
یوه افغانه  او مولتی میدیا هنرمنده ده او د بیلینګستان زیوراتو او جامو برانډ بڼسټ ایښودونکی ده، چي د ټولني په جوړولو او پوهی ته د لاسرسی په برخه کی هم فعاله ده. شمیل شالیزۍ په افغانستان کی د خلکو په مختلفو سازمانونو کی ګډون کړی او د «مهاجرت تیریدو» پودکاست وړاندی کونکو څخه ده، چې موخه یې په نړیواله  ټولنه کي د افغانستان د اړیکو  پیاوړتیا ده. د ۲۰۲۱ کال په نومبر میاشت کي د هغي د شعرونو یوه ټولګه خپره شوه، چې سرلیک یې «چوپ شه» و. سر بیره پر دې، هغې له انځور ګرۍ، عکاسي او ویدیوګرافی څخه د هویت، کابوس، امپریالیزم، جګړې ، بی ځایه کیدو او د وطن مسائلو په روښانه کولو کي ګټه پورته کړې ده. 

جزئیات

ACUD Studio

Veteranenstraße 21
10119 Berlin

ژبه: دری
بیه: تکت وړیا دی