له غرمې مخکې کتاب لوستنه زما قلم د مرغه وزر دی: د افغان میرمنو نوی داستان

Marina Mohammadi & Naeema Ghani © Marina Mohammadi & Naeema Ghani

۱شنبه, 02.07.2023

11:00 AM

ACUD Studio

د اوږدی مودی لپاره، ښځینه لیدلورو ته د افغانستان په ادبیاتو کي یوازي دا اجازه ورکړل شوې وه، چي یو څنګزن رول ولوبوی.  مخکی له دې چي طالبان بیا واک ته ورسیږي، یو شمیر مهم نوښتونه تر سره شوی، د ښځینه لیکوالانو شمیر زیات شو دوی اوس په بهر کی هم ډیر مهم او ښکاره رول لوبوی. پروژې لکه «نا ویل شوي ولیکه افغانستانه » یا «لیکلو ته دوام ورکړه افغانستانه» د افغانستان او کوربه هیوادونو ادبی صحنو ته نوې لارې پرانیزي.  
 
نعیمه غنی او مرینا محمدی د افغان ادب دوه مهم غږونه خپل لیدلوری وړاندی کوي. دوی به «زما قلم د مرغیو وزر دی«: د افغان میرمنو د کیسو له نوې ټولګي (مکلهوز مطبعه، ۲۰۲۲)څخه ولوستل شی، چي د « افغانستانه نا ویل شوي -ولیکه» نوښت څخه رامینځته شوې، او له اوریدونکو سره به د اوسنیو مسائلو او ننګونو په اړه بحث وکړي.

 وړاندې کوونکی:

ابراهیم هوتک (په افغانستان کې د ګویته انسټیټیوټ پخوانی مشر, کوراتور د افغانستان د فستیوال جوړونکی)

مېلمانه:

Marina Mohammadi © Hamid Wafa مرینا محمدی په کابل پوهنتون کی زده کړې کړې او د هند په پونه ښار کي د سیمبیوسیس ډیمډ پوهنتون کی د سوداګری او اداری په برخه کي یي ماستری بشپړه کړې ده. لیکنه او کیسه ویل د هغي له ماشومتوبه  شوق وه، او هغی په زړه پوری داستانونو په جوړولو پیل وکړ، چه لوستونکو  په ذوق او علاقه برابری  وی. هغه وروسته پوهه شوه، چه د هغی لیوالتیا دومره لویه وه، چه لیکواله او کیسه لیکونکی شی. په ۲۰۲۲ کال کی، د هغی لومړی لنډه کیسه په انګلستان کی د «زما قلم د یو مرغه وزر دی »: افغان ښځو کیسی، د افغان ښځینه لیکوالو ټولګه کی خپره شوه.

Naeema Ghani © Naeema Ghani نعیمه غنی یوه لیکواله، ټولنیزه فعاله، ښوونکی او مدیره ده، چې له کلونو راهیسی له ښوونځي بې برخي وه. نوموړې د زده کړو لپاره کابل ته ولاړه او هلته یې په ۲۰۰۹ کال کی د ښځو او نجونو د حقونو لپاره مبارزه پیل کړه. نعیمه غنی له کورنیو او ټولنیزو شخړو  سره سره بیا هم له خپلی لارې په شا نه شوه. نوموړې د پښتنو ښځو د لومړۍ ادبی ټولنې«میرمن کلتوري ټولنیز بهیر» غړی شوه، او د ښځو د حقونو لپاره ېی کار او لیکني کولي، په لیکنو کي یې د پښتو ځوانو نجونو ملاتړ کړی دی. نعیمه غنی د بی بی سی، کینګز کالج او سرخط لپاره مقالي لیکلي دي. هغی ماشومانو لپاره ۱۷ کتابونه لیکلی او چاپ کړي دي. تر ۵۰ زیات کتابونه یې ژباړلی او د « د افغانستان د ماشوم ادبیاتو ملی بڼسټ» ېی تاسیس کړی، چي په افغانستان کي د ماشومانو د ادبیاتو او ښوونیزو حقونو لپاره کار کوي. هغي ته د خپلو ژمنو له امله د سازمانونو او افغان حکومت لخوا ستاینلیکونه ورکړل شوي دي. 

بیرته شاته