نندارتون نالیدونکی ځواک - د ښځینتوب او هویت له پاره هڅه

Ausstellung "Invisible Power" © Goethe-Institut im Exil

جمعه, 08.12.2023 –
۱شنبه, 14.01.2024

ACUD Galerie

د سارا نبیل په مشرۍ، د رادا اکبر، لیلا موسوي او محسن تاشا له اثارو سره

د سارا نبیل په سرپرستۍ نندارتون «نالیدونکی ځواک - د ښځینتوب او هویت له پاره هڅه» د محرومو ډلو پر ځواک، هویت او مقاومت تمرکز کوي چې په تېره کې په افغانستان کې د تبعیض له امله اغیزمن شوې دي. د ښځینتوب قوت باید د هغو ننگونو په اړه، چې افغان میرمنې د هیواد په تاریخ کې ورسره مخ دي، د لید د بېلابېلو اړخونو او رواېتونو په وړاندې کولو ولمانځل شي. سارا نبیل غواړي د ستونزو او تاریخي شخړو په وړاندې، چې تر نن ورځې پورې دوام لري، د دغو ښځو د ډیرو مبارزو او ټینگې ارادې په پام کې نیولو سره د ځان په اړه سوچ او خبرې اترې وهڅوي.

مل پروگرام

د نندراتون پرانیسته :  ۸ ددسمبر۲۰۲۳ ، د ماښام ۶ بجې په ګالري کې

۱۰/۱۲/۲۰۲۳ له هنرمندانو ، رادا اکبر، لیلی موسوي، محسن تاشه (ډیجیټل) سره خبرې
چلوونکې: سارا نبیل (په انگلیسي)

۱۶/۱۲/۲۰۲۳ په نندارتون کې د کوراتورې (متصدي) سارا نبیل له خوا له  توضیحاتو سره گرځېدنه، له غرمې وروسته ۳ بجې په انگلیسي ژبه، د مازدیگر ۴:۳۰ بجې په دري ژبه

۱۴/۰۱/۲۰۲۴په نندارتون کې د کوراتورې (متصدي) سارا نبیل له خوا له  توضیحاتو سره گرځېدنه، له غرمې وروسته ۳ بجې په انگلیسي ژبه، د مازدیگر ۴:۳۰ بجې په دري ژبه

د نندارتون وختونه

پنجشنبه تر یکشنبه، د غرمې وروسته ۳ بجو څخه د ماښام تر ۷ بجو پورې
د تعطیل وخت: ۲۳/۱۲/۲۰۲۳ - ۰۳/۰۱/۲۰۲۴

د نندارتون په اړه نور معلومات په دیجیتالي فلایر کې ترلاسه کولئ شئ (انگلیسي): 
د هنرمندانو ژوندلیکونه


Rada Akbar © Rada Akbar رادا اکبر په خپلو مفهومی آثارو کې په خپل هېواد افغانستان کې د ښځو ځپل غندي، د هغوی له حقونو دفاع کوي او له همدې امله په ټولنه او تاریخ کې د هغوی ونډې ته پام جلبوي. رادا اکبر هم په افغانستان او هم په پاریس کې، په خپله نوې جلاوطنۍ کې، له خپل هنر څخه کار اخلي ترڅو دا حقیقت په انتقادي توگه روښان کړي او د هغو ښځو شتون مستند کړي چې د خپل هیواد په تاریخ کې یې ونډه لرله. اکبر د دغو ښځو درد زیات وخت د دودیزو تخنیکونو په کارولو د عکاسۍ، اجرا او مجسمه جوړولو یا نسجي هنرونو له لارې څرگندوي.


Leila Mousavi © Leila Mousavi لیلا موسوي یوه افغانه هنرمنده ده چې په هامبورگ کې ژوند کوي. هغه د افسانو او تاریخ د بیا ژوندي کولو له پاره درې بعدي سمولیشنونه، ویډیوگانې، غږیز کارونه، مجسمې او ډیجیټل جوړونې کاروي. هغه په خپلو آثارو کې د آرشیفي چلندونو له لارې هغه پیچلي متقابل رواېتونه چې د استعمار او مردسالارۍ دوامدار اغېز تر پوښتنې لاندې راولي، له یوه او بل سره نښلوي.



Mohsin Taasha © Mohsin Taasha محسن تاشه د افغانستان د ښکلو هنرونو هنرمند دی چې اوس مهال د فرانسې د نیس په ښار کې ژوند کوي. د هغه هنري فعالیت په ۲۰۰۸ کال کې د ښوونځي په دورې کې پیل شو. هغه خپلې زده کړې په ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان، لاهور په BNU-Beaco House National University کې د ښکلو هنرونو په رشته کې د لیسانس په درجه بشپړې کړې. که څه هم د تاشه زیات شمېر آثار نقاشۍ یا رسمونه دي، نورې رسنۍ لکه ویډیویي هنر او اینستالیشنونه هم په خپلو هنري تجربو او خلاقیتونو کې شاملوي. محسن ځان د هزاره په توگه معرفي کوي، د افغانستان یوه قامي ډله ده چې د هیواد په ټول تاریخ کې له سختو ځورونو سره مخ شوې ده. د دوی قامي هویت هغوی د هیواد په تاریخ کې له سترو ننگونو او ویجاړونکو پایلو لکه سیستماتیکې نسل وژنې سره مخ کړي دي. تاشه پخپله ټینگار کوي: «هزاره قام په نړۍ کې یو له خورا زیات ځورول شوو ډلو څخه دی.»

سرپرستي (کیورېشن)

Sara Nabil © Sara Nabil

سارا نبیل، هنرمنده او د بشر حقوقو فعاله

له تاریخي پلوه، د ښځو هویت او په ټولنه کې د هغوی رول په دوامداره توگه د سیاسي او ټولنیزو عواملو تر اغیز لاندې وو. پدرسالارۍ، مذهب، استعمار او سیاسي نظامونو له ښځینتوب څخه په پرله پسې توگه ناوړه گټه پورته کړې ده، ښځې او د هغوی هویت یې استثمار کړی او یو تابع موقف یې ورکړی دی. سره له دې، ښځو په بېلابېلو تاریخي دورو کې د خپل ښځینه هویت د قدر پېژندنې او د پدرسالارۍ په یوه نړۍ کې د خپل مرکزي رول له پاره په پر له پسې توگه مقاومت او مبارزه کړی ده.

د نالیدونکی ځواک - د ښځینتوب او هویت له پاره هڅه نندارتون طرحه غواړي د هغو محرومو ډلو قوت، هویت او د مقاومت وړتیا څرگنده کړي چې د بېلابېلو ټولنیزو عواملو له امله له تبعیض سره مخ شوې، او د تاریخ په اوږدو کې یې اغیزمن رول په سیستماتیک توگه له سترگو پټ شوی دی. د افغانستان په تاریخ کې یو وخت ښځو په بلخ کې، چې د باختر امپراتورۍ پخوانۍ پلازمینه وه، د لوړې ستاېنې وړ او الهي مقام درلود. ټولنیز، سیاسي او مذهبي بدلونونه او همدارنگه د استعمار اغیزې د دې لامل شول چې ښځې دا مقام له لاسه ورکړي او پرځای یې د پیړیو په اوږدو کې یو تابع موقف ولري چې نن ورځ کورنۍ فضا ته د هغوی ژوند د محدودولو لامل گرځېدلی دی.
نن ورځ په افغانستان کې ښځې په بشپړ ډول د ټولنې څنډو ته گوښه او په دې توگه له بنسټیزو بشري حقوقو څخه هم بې برخې شوې دي. دا محدودیتونه یوازې د هغوی جنسیت او ښځینه هویت ته منسوب کیدی شي. د طالبانو په واکمنۍ کې د دې هویت د منلو له پاره هیڅ ډول فضا موجوده نه ده. خو افغان ښځې د خپل هویت د لاسه ورکولو پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي او په ټولنه کې د خپلو بنسټیزو حقوقو لکه ډوډۍ، کار او آزادۍ له پاره د مبارزې له لارې په تاریخ کې له ښځینه جنس څخه د کرکه کوونکو ځواکونو په وړاندې درېږي، ترڅو په ټولنه کې خپل برحق ځای بیا ترلاسه کړي.
نندارتون غواړي د لید بېلابېلو اړخونو او رواېتونو په وړاندې کولو د ښځینتوب ځواک، هویت او د مقاومت وړتیا ولمانځي. د نندارتون موخه د ځان په اړه د سوچ او خبرو اترو هڅول او په دې توگه تاریخي ناخوالو او تر نن ورځې پورې دوامدارو شخړو ته په پاملرنه، د دې ښځو زیات شمېر مبارزو او ټینگې ارادې ته نظر اچول دي.


د اثارو / انځورونو په اړه توضیحات


The Goddesses of Hope, Rada Akbar © Rada Akbar د امید الهې، رادا اکبر

دا اثر د افغان میرمنو د ژوند د واقعیت معاصر انعکاس دی چې د هرات د ۱۵۹۰ کال له یوه میناتوري انځور څخه یې الهام اخستی دی. دلته دودیزې سوژې پر معاصرو سمبولونو بدلېږي، چې هغه ننگونې او مبارزې په گوته کوي چې افغان میرمنې اوس مهال ورسره مخ دي. د گلاب باغ بدلېدل د
اغزيو په باغ او د گلاب بدلېدل د وينو په څاڅکو او د ترياکو په وچو گلونو، د ښايست بدلېدل په درد او کړاو شېي. یو پټ مار چې په تور رنگ انځور شوی شوی دی، هغه تیاره او وروسته تلونکي حالت ته اشاره ده چې ښځې په افغانستان کې ژوند پکې کوي. د اصلي شعر ځای د مهتاب ساحل یو معاصر شعر نیولی دی ترڅو د افغان میرمنو غږ لوړ او د هغوی مقاومت او د بدلون له پاره لېوالتیا څرگنده کړي. په نهاېت کې د قالینې قات شوې برخې چې په انځور کې د ښځې مخ پټوي، د ښځو او د هغوی کلتوري میراث د منځه وړلو له پاره د طالبانو پر هڅو تاکید کوي، او د ښځو د غږ د سرکوبۍ او د هغوی د آزادۍ محدودیت ښکاره کوي.

مهتاب ساحل – سره بېتونه

دوزخ دی دا، د ښځو د ژوندون نښه روښانه
وطن چې وطن نه دی ستم سا باسي له ځانه
له مینې منکر قام، کړي بندگي د ظلمتونو
سپوږمۍ یې غورځولې ده د خټو په دنډونو

(له دري ژبې ژباړه)

Invisible Capticity, Rada Akbar © Rada Akbar نالیدونکی اسارت، رادا اکبر
 
«نالیدونکی اسارت»، د عکاسۍ او نقاشۍ یوه پروژه ده چې په ۲۰۱۳ کال کې رامنځته شوه او د ښځو د ژوند او هویت جوړونکي کلتوري او مذهبي ځواکونه، په ځانگړې توگه په افغانستان کې، روښانوي. د گوتو نښانونو ته د ورته نقشونو په کارولو، د مذهبي متنونو آیتونه او حدیثونه څرگندېږي، چې زیات وخت د ښځو له حقونو څخه د سرغړونې د توجیه کولو له پاره کارول کیږي. دا کار د ښځو د عمل وړتیا په اړه یو پیاوړی انعکاس دی او د هنرمندې په توگه زما په ژوند کې یوه مهمه شیبه ښکاره کوي.













The Lost Goddesses, Leila Mousavi © Nima Latifi په زرگونو ناویل شوې کیسې، لیلی موسوی

ما په «زرگونو ناویل شوې کیسې» کې چې د « ورکې شوې الهې» پروژې یوه برخه ده، هڅه کړې چې د باختر د ۴۰ نجونو (چهل دختران) او لږ پیژندل شوو الهو کیسې ترکیب کړم، ترڅو داسې راوېتونه بیا ورغوم او له سره یې تعریف کړم، چې د افغانستان په مختلفو دورو کې د ښځو ځواک او مفهوم انځوروي. دا هغه ښځې دي چې په قصدي توگه څنډو ته گوښه او نالیدونکې شوې دي. ما د دې ښځو د ظاهرولو له پاره بېلابېلې هنري رسنۍ، لکه مجسمه جوړول، ویډیو، غږ او شعر کارولې دي. په دې پروژه کې له بیلابیلو اقشارو څخه زیات شمېر ښځو گډون کړی و.










The Rebirth of the Reds, Mohsin Taasha The Rebirth of the Reds, Mohsin Taasha د سرو بیا زیږون،
محسن تاشه


د دې ټولگې الهام په ۲۰۱۶ کال کې د کابل د دهمزنگ په څلورلارې کې د افغانستان د تاریخ په تر ټولو سترې مظاهرې کې وېروونکي ځانمرگي بریدونه وو چې شاوخوا ۴۰۰ تنه پکې مړه او ټپیان شول. مظاهره د روښانتیا غورځنگ (جنبش روشنایی) زرگونو هزاره فعالانو له خوا تنظیم شوې وه چې د هیواد په واټونو کې یې د اعتراضونو د یوې لړۍ له لارې د ټولنیز عدالت او ملي سرچینو عادلانه ویش غوښتنه کوله.

په دې ترهگریزو بریدونو کې زما زیات شمېر روشنفکر ملگري ووژل یا ټپیان شول او دې وحشتناکې پېښې زما په وجود کې نا علاجه روحي زخمونه رامنځته کړل. له هغه وروسته مې هرڅه په سره رنگ کې لیدل.

سور رنگ چې یو وخت د شور او شوق، مینې، احساساتو، قوت، ځواک او زړورتیا سمبول و، زما له پاره د کابل په واټونو کې زما د ملگرو د وینې توېدو په کتنه د گواښ او وحشت په نښه بدل شو. له همدې امله، دا رنگ د کلمې په اصلي معنی او عاطفي توگه زما په ذهن کې بیا وزږېد، او له ۲۰۱۶ کال وروسته، زما په نوو هنري آثارو کې راڅرگند شو.

«د سرو بیا زیږون» یوه ملټي میډیایي ټولگه ده چې نقاشي، د ویډیو هنر او ژوندۍ اجرا پکې شامل دي. زه په دې ټولگه کې وتوانېدم چې په څلورو برخو کې له ۴۰ څخه زیاتې بېلابېل اندازه لرونکې نقاشۍ جوړې کړم چې بېلابېل راویتونه لري.

د نقاشۍ څلور برخې لرونکې ټولگه د هزاره قام تاریخ او کلتور، د هزاره نسل وژنه، د افغانستان او له نړۍ سره د هغه اړیکې بیانوي.

۱ برخه: د سرو بیا زیږون
۲ مه برخه: تراژیدي
۳ مه برخه: د قبر ډبره
۴ مه برخه: حقوقي دعوې
 

بیرته شاته