ملاتړ

د افغانستان د راتلونکې په وړاندې د لویو ننگونو په وخت کې د هېواد د راتلونکې پرمختیا ته د لوری ورکولو په برخه کې د هنراو کلتور رغنده رول روښانه دي. افغان کلتوري ټولنه په دې سخت وخت کې دوامدار ملاتړ ته په بېړنۍ توگه اړتیا لري.

د افغانستان د کلتوري ملاتړ صندوق بنسټونو، اشخاصو، شرکتونو ، دولتي او غیر دولتي ادارو ته د افغان کلتوري ارزښتونو د ساتنې، ودې او پراختیا له پاره ځانگړی فرصت وړاندې کوي. افغان هنرمندان د تاسو له ملاتړ څخه هدفمنده او مستقیمه گټه ترلاسه کوي او د هغوی د غږ له اورېدلو او د خلاق استعداد له ستاېنې سره مرسته کوي.

روڼتیا او د حساب ورکولو مکلفیت زموږ د کړنو مرکزي ټکي دي. د مالي وسیلو اداره او تخصیص د روڼتیا او بررسۍ د روښانه کړنلارو پر اصل ولاړ دي. د افغانستان د کلتوري ملاتړ صندوق څخه ملاتړ، په راتلونکې کې د افغاني هنر او کلتور او افغاني ټولنې د مقاومت وړتیا او د ژوند پیاوړتیا له پاره ډادمنه پانگونه ده.


د نورو معلوماتو له پاره او په دې اړه چې له موږ سره په څه ډول همکاري کولئ شئ، له موږ سره اړیکې ونیسئ.
اوس مهال «Open Society Foundations» د افغانستان د کلتوري ملاتړ صندوق تمویل کوونکی دی.

که تاسې  غواړئ له موږ سره همکاري وکړئ یا نورو معلوماتو ته اړتیا لرئ، مهرباني وکړئ موږ ته په دې پته بریښنالیک واستوئ
info.afghanistanculturalfund@goethe.de