panel discussion جلاوطني او ادب: په جرمني کي مېشت افغان کډوال

Key Visual Afghanistan © Goethe-Institut im Exil

۱شنبه, 02.07.2023

3:00 PM – 4:30 PM

ACUD Studio

د افغانستان ادبي تاریخ د کیسې ویلو یوه بډایه مخیینه لري، چي په پښتو او دري فارسي دواړو ژبو کې یې تر ډیره شعري بڼه لرله. یوازې په شلمه پیړۍ کې د نثر بڼه خورا مهمه شوه. ادبي مجلو، راډيويي خپرونو او د لويديځو اثارو ژباړو د ادبي ټولنو او جريانونو شمیر زیات کړ. د شوروي اتحاد يرغل، د مجاهدينو تر واکمنۍ لاندې کورنۍ جګړه او ورپسې د طالبانو له خوا د واک تر لاسه کول د دې لامل شول چې د جلاوطنو ليکوالانو څپې رامنځته شي او که څه هم د طالبانو د دوو حکومتونو تر منځ په دوره کې بيا ژوندي ادبي فعاليتونه پيل شول. دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان ډېری ادبي غږونه اوس په هېواد کې نه، بلکې په جلاوطنۍ کې دي. آلمان دلته مهم رول لوبوي. 
 
په کوربه هیوادونو کې ننګونې خورا توپیر لري، د مسلکي تمرین له موجودو پوښتنو څخه د ژبې او ژباړې تر مسلو او د لید او خپرولو ستونزې پورې. په جرمني کې د افغاني خارجي ادبیاتو اوسنی وضعیت څه ډول دی؟ دلته د افغانستان لیکوالان له کومو ننګونو سره مخ دي؟ کوم نوښتونه او د ملاتړ لارې چارې لري؟ 

دغه ګردی میز او ورسره پلاوی غواړي په آلمان کې د افغان لیکوالو اوسنی حالت وڅیړي. په ورته وخت کې، دا د یو لړ پیښو پیل دی چې څو میاشتې دوام کوي  غواړي ځان په اروپا کې د افغان ډیاسپورا ادبياتو متنوع موضوعاتو ته وقف کړي.  

وږاندي کوونکی:

محب الله زغم په ۱۹۷۳ میلادی کال کی په خوست ولایت کی زیږیدلی، افغان لیکوال او ژباړن دی. ناولونه یا رومانونه، د لنډو کیسو ټولګه، د ماشومانو کتابونه، سفرنامی او د مقالو ټولګه او ارواح پوهنی، طب، ادبیاتو او د اسلامی ژوند د نرم تفسیر په برخه کی یی د کتابونو مجموعي چاپ شوې دي. د ماشومانو لپاره ناول  «کبی او مونوک» په ۲۰۱۸ کال کی په کابل پوهنتون کي د افغانستان د معلوماتو د مرکز لومړی جایزه ترلاسه کړه. د دی کیسی انګلیسی ژباړه د «پن ات پبلیکیشنس» له خوا په ۲۰۲۰ میلادی کال کی د هغه «ټایګر» په نړیوال فلش فکشن کی خپره شوه.

میلمانه:

تقی اخلاقی د ۱۹۸۶ کال په مارچ میاشت کی په افغانستان کی زیږیدلی دی. هغه لا ماشوم و، چې کورنۍ یي ایران ته کډواله شوه او هلته ښونځی ته ولاړ. په ۲۰۰۴ کال کی له خپلی کورنی سره افغانستان ته راستون شو او په کابل پوهنتون کی ئی د نړیوالو اړیکو په برخه کې  زده کړی وکړی. له ادبیاتو سره یي مینه د دی لامل شوه، چي په تیرو شلو کلو کی لوستل او لیکل وکړی او د افغانستان د جګړی په شرائطو کی ئی ورته د ژوندی پاتی کیدو په برخه کی مرسته کړی ده. هغه د خپلو ادبی آثارو له امله ګڼ شمیر جایزی او ستاینلیکونه ترلاسه کړي دي. د هغه لومړی ناول «کابل ۱۴۰۰» (په اصل کی په فارسی / دری لیکل شوی) د ۲۰۲۳ آګست میاشت کی په ایران کی د برج ورلګ لخوا خپریږی. د ۲۰۲۱ کال له سپتمبر راهیسی د طالبانو له راتګ څخه وروسته، هغه له خپلی کورنۍ سره په برلین کی اوسیږی.  

هادیه ارمغان: په ۱۳۷۱ (۱۹۹۲) کال کی د مزارشریف په ښار کی زیږیدلی ده. د حقوقو او سیاسی علومو زدکړې یی کړې، له دولس کلنۍ راهیسی یې شعر ویلی او په افغانستان کی د رسنیو او بشری حقونو په برخه کی فعاله ده. هغه د پرتو فرهنګی کور (د ښځو کلتوري کور) له بڼسټ ایښودونکو څخه ده. او د «الف تا یا» (الف تا ض) مجلی مسوول مدیره ده. د هغی شعری ټولګه «فردا را ورق بزن» ( د کلمې په واقعی معنی (بله ورځ خلاصه) په ۲۰۲۰ کال کی خپره شوه.  هغه د فرانسی په میتس ښار کی د شعر په نړیوال فیستیوال کی ګډون وکړ. د هغی شعرونه له فارسی څخه فرانسوی ته ژباړل شوی او خپارل شوي دي. په ۲۰۲۲ کال کی، هغه په سویدن کی د صلصال نړیوال شعر فیستیوال کی ګډون وکړ. ارمغان د بلخ لیکوالو ټولنی او د افغانستان قلم ټولنی غړی ده.
 
ډاکتر محمد داود وفا: 
لیکوال، مؤلف، ادبی څیړونکی او ژورنالیست دی. نوموړی په ۱۹۷۵ کال کي د افغانستان په ننګرهار ولایت کی زیږیدلی دی. په افغانستان د شوروی د یرغل له امله په پنځه کلنۍ کی پښتونخوا ته مهاجر شو او هلته ښوونځی ته ولاړ. د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی په پښتو څانګه کی یي زده کړې کړې دي. نوموړی په ۲۰۱۴ کال کي د کابل پوهنتون د ادبیاتو په برخه کی ماسټری او په ۲۰۲۲ کال کی د پیښور پوهنتون له پښتو اکادمی څخه دوکتورا بشپړه کړه. په ۲۰۰۵ کال کی د ننګرهار پوهنتون د پښتو ادبیاتو د استاد په توګه و ټاکل شو او تر ۲۰۲۲ کاله پورې یې هلته دنده ترسره کړه. ډاکټر وفا د ادب او فولکلور د پیژندنی لارښود، په ننګرهار کی د ادب او کلتور د پرمختګ لڼده تاریخچه، ستوري د ادب په آسمان کی (تذکره) او د فلکلور مبانی خپاره کړل. هغه همدراز د ورځپاڼو لیکلو، ادبیات او انسانی ارزښتونو په باره کی لیکني وکړې. د طالبان بیا قدرت ته رسیدو څخه وروسته په ۲۰۲۱ کال کی، له خپلی کورنۍ سره جرمنی هیواد ته ولاړ.

سور اسرافیل: د هرات په دولتی پوهنتون کي یې د شرعیاتو پوهنځی بشپړ کړی او د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي کي یي زده کړې کړې. نوموړې له څو کلونو راهیسی په افغانستان کی د مدافع وکیلي او حقوقی سلاکارې په توګه په رسمی توګه کار کاوه او له چاپی او غږیږو رسنیو سره د کار تجربه هم لری. هغی د امیندواری په اړه د افغان میرمنو لخوا زما د هشتک او حمل داستان لیکنی بڼست ایښودونکی دی او هغه «زما نوم چیري دی» کمپاین په لمړی پړاو کی همکاره وه. هغه په فارسی کی د «اسرافیل در بند» په نوم شعرونو مجموعه لري او د «له مقدسې دښتی څخه تیښته» تر سرلیک لاندی د دوی د بیړنی وتلو په اړه د میرمنو داستانونو مجموعه چمتو کړی، چي په جرمني کي خپره شوې. هغې له ماشومتوب راهیسی په بیلابیلو هیوادونو کی د مهاجرت تجربه کړې او اوس په برلین کي د یار مؤسسي لپاره د عامه اړیکو کارمندې په توګه کار کوي، چې د کډوالو د حقونو دفتر دی. 

The event was supported by the Goethe-Institut Hamburg (Centre for International Cultural Education).

بیرته شاته